هارون چحانسوري - د ولسمشر وبندوی

تاند- د افغانستان حکومت په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه د طالبانو د مسکو د مرکچي پلاوي د مشر غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او ویې ویل چې په کابل کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستل د افغانستان د حکومت د سولې د پلان یوه برخه ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي پرون /چهارشنبه/ د مسکو د غونډې په لړ کې وویل، که په کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه وشي طالبان حاضر دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. (تفصیل ولولئ)

د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /پنجشنبه/ د ښاغلي ستانکزي د دې شرط په ځواب کې وویل«په کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل د افغانستان د سولې د پلان یو جز دی.»

ده همداراز وویل، د افغانستان د سولې په پلان کې په کابل کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه د ملي یووالي د حکومت دریځ څرګند شوی او په دې ستراتیژۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

چخانسوري زیاته کړه، د سولې په پلان کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې بې قید و شرطه له طالبانو سره خبرې وکړي، دا ډله د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني او په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو امکان ورته برابر کړي.

د طالبانو له لوري په کابل کې د دفتر له پرانیستلو سره د سولې د خبرو مشروطول د ډېرو کتونکو په نظر مثبت پرمختګ دی.

طالبانو د مسکو په غونډه کې هم په خپلو دریځونو کې د پام وړ نرمښت وښود چې ورسره داسې او هیلې وغوړېدې چې دا ډله غواړي د جنګ پر ځای سیاست ته مخه کوي.

د مسکو د غونډې په پرېکړه لیک کې د طالبانو د قطر د دفتر د رسمیت پېژندلو غوښتنه شوې ده.

One thought on “په کابل کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو ته د افغانستان د حکومت مثبت ځواب”
  1. دا ډير ښه نظر دی او پدې کار سره هغوی د نورو هیوادو د تاثیر نه هم لیری کیدلی شي، مګر یو ویره شته چې د ګاونډیو استخبارات ترې د خپلو موخو لپاره استفاده ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *