تاند- د عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو نن په کابل کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په لور لاریون وکړ چې پر هغه څه اعتراض وکړي چې دوی یې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې پراخه درغلي بولي.

له یوې اوونۍ راهیسي د عبدالله عبدالله محدود شمېر پلویانو په کابل کې مظاهرې کولې خو ویلي یې و چې د جمعې په ورځ (نن) به خپل زور معلوم کړي.

مظاهره چیانو پر ولسمشر کرزي هم تور پوري کاوه چې سیاسي بحران یې رامنځته کړی دی.

عبدالله د کرزي د حکومت یو شمېر والیان او چارواکي په انتخاباتو کې په درغلۍ تورن کړي دي. دا په داسي حال کې دي چې د ده د سیال کاندید انتخاباتي ټیم وايي چې د عبدالله د پلویانو د درغلۍ زیات سندونه او شواهد لري مګر هغه یې قانوني مرجعې ته وړاندې کړي دي.

اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ له عبدالله عبدالله وغوښتل چې انتخاباتي پروسې ته راوګرځي او د دوی په شان خپل شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته وسپاري.

ویل کېږي چې په نننۍ مظاهره کې نژدې ۱۰ زره کسانو برخه لرله. دا هم ویل شوي چې ډېری مظاهره چیان له نورو ولایتونو څخه راوستل شوي ول.

دوی د کرزي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرضد شعارونه ورکول. مظاهره چیانو د پښتونستان واټ لوحه ماته کړه. د عبدالله عبدالله اکثره پلویان په قومي تعصب متهم کسان دي. د ده د انتخاباتي ټیم مشران لکه رحیمي د افغانستان له نوم او تاریخه منکر دی.

مظاهره تر ډېره سوله ییزه او په عین حال کې منظمه وه. مظاهره چیانو ته د تنظیموونکو له لوري اوبه وېشل کېدې او شعارونه په لاس کې ورکول کېدل. په حساسو ځایونو لکه د سیرنا هوټل په شاوخوا کې د تنظیموونکو له لوري محاصره کېدل څو ورانی ونه کړي.

د عبدالله پلویانو دا مظاهره له دې سره سره وکړه چې ملګروملتو، د ملګروملتو امنیت شورا او ګڼو نورو ټولنو له عبدالله وغوښتل چې خپلې غوښتنې له قانوني چاینلونو او د افغانستان د موجودو میکانیزمونو له لارې مطرح کړي.

0 thoughts on “په کابل کې د عبدالله زرګونو پلویانو مظاهره وکړه”
  1. Da sa muzahira wa faqat 10000 palawyn aw hgha hom da noro walaytuno na pa kariya raghutal shawi kasan. Sharam de we pa de Abdullah.da intekhabatu kamison de bus natayej elan kare. da de muzahire kawi parwa nashta

  2. ګل مرجان او ملګری یی نه منی چی د افغانستان خلکو خپل محبوب او ملی زعیم ښاغلی دوکتور محمد اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی . د دوی له نظره د تحول او تداوم د انتخاباتی ټیم غړی او د هغوی ملاتړ کوونکی او هواخواهان پسونه دی . اما دوی ځانوته ګیدړی او شغالان وایی. د دوی له نظره پسونه باید له ګیدړو او شغالانو وډار شی. نوځکه دوی لکه شغالان چیغی وهی او خلک ډاروی. دوی او به خړوی او د نورو حق خوری.
    اما دوی خبر نه دی چی د افغانستان زړه ور خلک د خپل غیرت او شهامت له نظره لکه زمریان دی . زمونږ پس مانده باید شغالان وخوری.
    شغالان له انتخاباتی مناظرو وډار شول ، دوی یواځی په توطیو او دسیسو فکر کاوو چی څنګه امرخیل ته د ملا معنوی له خوا دام کیښودل شو او د هغوی د مزدور او چاپلوس ظاهر ظاهر له خوا عملی او د طلوع ، خورشید او آریانا د تلویزیونو له خوا ورته پکه وهل کیږی ترڅو د خلکو اذهان مغشوش کړی.
    ولس ته په کار ده چی په شهامت او هوښیاری سره د غلو ، داړه مارانو ، مظاهره چیانو ، بدمعاشانو ، زورواکانو او هغوی ته چی قانون او د ولس اراده نه منی جدی او غاښ ماتوونکی مبارزه او مقاومت وکړی. هری خبری ته یی ځواب پکار دی. د افغانستان د داخلی وزارت او د ملی امنیت ارګانونه باید نور د کابل د ښاریانو آرام ژوند ناآرامه نکړی. د هر کارګر او کابل ښار اوسیدونکی ټول حقوق باید وساتل شی. د اړه مارانو او مظاهره چیانو بی مسوولیته آزادی مخه باید د قانون او نظام د ساتلو لپاره محدوده شی.

  3. دا دی عبدالله خپل اصلی رنګ ښکاره کړ. دا یی ښکاره کړ چی یو ټوپکی او یاغی دی. یوه ډله اوباشان یی سره راټول کړی دی او د پیسو په بدل کی یی اخیستی دی. زه په دی مطمین یم چی که څوک له دی مظاهره چیانو نه پوښتنه وکړی چی ولی مظاهره کوی او د دوی غوښتنی څه دی، دوی به یی ځواب در نه شی کړای. دا ټول احساساتی ځوانان دی چی یوازی یی مغزونه ډک شوی دی او په حقیقت نه پوهیږی. دوی د هغه کس لپاره خپل ژوندونه په خطر کی اچوی چی د دوی لپاره به هیڅ هم ونه کړی، یوازی د ځانونه لپاره قدرت غواړی او دغه کم عقله ځوانان استعمالوی.
    دوی په دی نه پوهیږی چی د افغانستان خلک عبدالله ځکه نه غواړی چی کومه برنامه نه لری. عبدالله وایی چی زه په په تاسو حکومت کوم خو کومه طرحه نه لرم ( همو ساعت و همو مصلحت)، نه وروره داسی نه کیږی. افغانان غواړی چی پوه شی چی ته به هغو ته په راتلونکی کی څه کوی. دی دومره بی سترګو دی چی کله چی د دی د ماتی خبره خپره شو نو دستی یی په کابل راکتونه واورول او په ننګرهار او هلمند کی یی د خپل بادار (ای اس ای) په ملګرتیا ۵ ورځنی جګړه پیله کړه او په سلهاو خلک یی ووژل، نو دا څنګه امید کوی چی دی دې وټاکل شی. دا خو د طالبانو له برکته چی د هغو په راتګ د شورای نظار جنایتونه لاندی شول، که نه نو دوی په جنایاتو کی د طالبانو پلرونه دی. یو کس چی د څوکۍ او قدرت لپاره خپل خلک وژنی نو څنګه به خلک په هغه حساب وکړی؟
    او دا زمونږه اوسنی کمزوری دولت وګوره چی يوه ډله اوباشان هم نه شی قابو کولای. دا دومره لوړ پوری چارواکی چی الف یی په ځګر کی نشته او په زرهاوو ډالره معاش اخلی، دا یو یی هم دومره توان نلری چی د دی اوباشانو مخه ونیسی؟

  4. Hahahaha. …Abdullah can do nothing. He has lost the electiongame. Now he is loo for Chair. But he eiwill not rereceive it.

  5. دا ګل مرجا څه بد کوي؟ بې چاره په زاریو د هیواد واکمني غواړي خو چې لیاقت یې نه لري نو ولي د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي. دی باید محاکمي ته کش شي. دا څرنګه اساسي قانون دی چې په هلمند او کندهار کې له بې ګناه خلکو بغیر د عدالت او پوښتنې ژوند له لاسه اخلي او یو خاین او منافق چې په کابل کې لاریونونه جوړوي او د خلکو ته تاوانونه رسوي، ازاد ګرځي؟ افسوس افسوس!!!

  6. متل ده (نا پوه دومره په بل نه کا لکه پهڅان ) نا پوهی غټه بله ده ګوری دکابل او یو عتداد ولا یاتو خلک بی څایه څانونه ستړی کوی او عبیاله پسی روان دی او ډالر هضمول غواړی وهی چیغی وهی دنا توانه خلکو کار چیغی وهل دی بل متل ده (سپی غپیږی کاروان تریږی) کاروان منزل ته ورسیده سپی هرومرو غلی کیږی

  7. د شورای نظار ډلګۍ د دیارلس کاله حقیقی قدرت په لاس کی درلود او دوی ته جوته ده چی اوسنی دولت څومره زور لری او په څه ډول یی استعمالولی شی. دوی پدی کلونو کی د خپلو پښو د ټینګولو لپاره ډیر کارونه کړی دی . له یو ولایت نه چی د ویکپیدیا د معلوماتو په اساس د پنجشیر نفوس 620،128 خلک دی او د خپله داکتر عبدالله د شبنامی د معلوماتو په اساس د ټول افغانستان 35 سلنه واکداران او حساسی څوکی د دوی په لاس کی دی. خصوصا د دولتی امنیت لوی ریاست او د باندینیو چارو وزارت قاطع اکثریت یعنی په سلو کی 75-80 سلنه کارمندان او مسوولین د پنجشیر له ولایت نه ټاکل شویدی. دوی هریو خپل ولایت او د ولایت نورو دولتی مسوولینو ته متعهد او وفاداره دی. د ضرورت په وخت کی دوی د دولت ټول اسرار لوړپوړو پنجشیری مقاماتو ته وړاندی کوی او هلته نور جعلکاران یی د ایرانی خواخوږو په وسیله جعلی او تقلبی ویدیو ګانی او فلمونه تری جوړوی چی پدی ترتیب سره د ولس ذهنیت مغشوشوی. دی.
    ولس ته په کار ده چی د هریوه د دندی د حساسیت په نظر کی نیولو سره د دوی کړه وړه او اعمال تر څارنی لاندی ونیسی او خصوصا له ایرانی او پاکستانی چارواکو سره د هغوی ټول تماسونه تر نظارت لاندی راشی.
    دا دموکراسی نه ده چی هر څوک هرڅه چی زړه یی وغواړی وکړی . انجنیر غفاریی ماشومان ووژنی . ډاکتر عبدالله یی خلکوته پسونه ووایی او دخوږ نبی ص له سنتو نه منکر شی . محقق یی خپل مخالف ته قاق روده ووایی او رحیمی ، پدرام او بهزاد یی له افغانیت نه منکر شی. جنرال ظاهر یی ولس او افغانستان ته متعهد او خدمتګار باندی د غلا تور ولګوی او ایرانی مشربه تلویزیونونه یی په زرګونو واری تکرار کړی تر څو خلکو ته دا دروغ په رښتیا بدل کړی.
    ولس ته په کار ده چی د هر عمل په مقابل کی یی قانونی او هوښیار عکس العمل ښکاره او نور یی له دی انارشی او خودسری نه مخه ونیسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *