د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اندراګاندي روغتون په اډانه کې د ماشومانو د زړه عملیاتونو د مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چې یاد مرکز د ایټالیا د پراختیايي مرکز د درې میلیونه یورو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.

هغه وویل، چې په دې مرکز کې به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږي او د زړه د جراحۍ ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پيلېږي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې مرکز د فعالېدو لپاره لومړی په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونو کې د تحصیل شویو افغانانو استخدام وشي او نور پرسونل به یې د روزنې لپاره هند ته واستول شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې مرکز جوړېدل یو اساسي ګام وباله او ویې ویل، چې د داسې مرکز د نشتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

اجرائيه رئيس د اېټالیا له مرستو د مننې ترڅنګ د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له مرستو قدرداني وکړه، چې له افغانستان سره یې په روغتیايي برخه کې مرسته کړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې د زړه د سوري کېدو ستونزه ډېره شوې؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږي. اجرائيه رئيس هیله وښوده، چې یاد مرکز په ټاکلي مهال او په اساسي ډول ورغول شي، څو هېوادوالو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې نوښت او د چین هېواد په ګډون د یوشمېر هېوادونو او خصوصي سکتور ونډه د ستایلو وړ ده.

هغه له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او دی د ډېر کار روحیه د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او طبي پرسونل کې ویني.

اجرائيه رئيس د افغانستان د طبي پرسونل د خدماتو ستاینه وکړه چې په وینا یې په سختو شرایطو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *