د ماشومانو د فوټبال د ظرفيتونو د لوړولو دويم جشن نن /سې شنبه/ په کابل کې په ګول پروژه کې پيل شو .
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې د دغه يو ورځني جشن د جوړولو هدف د ماشومانو ترمنځ د فوټبال وده ده .
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رسنيو غړي مرتضي دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جشن کې د ښوونځيو څه دپاسه دوه سوه ورزشکارانو ګډون کړى دى چې د فوټبال او ورزشي نندارې يې وړاندې کړې.
دا جشن یوه ورځ وروسته له دې جوړ شو چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د هیوادونو د فوټبال د سیالیو په طلايي کپ کې بوتان ته درې پرصفر ماتې ورکړه.