تاند- په کابل کې مشورتي لویه جرګه په داسې حال کې پرانیستل شوه چې په دې ښار کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې جرګه کې د افغانستان د ټولو ولایتونو ۳۲۰۰ استازي برخه لري چې په سلو کې تر ۳۰ زیات غړي یې ښځې دي.

مخکې اټکل شوی و چې ۲۵۰۰ استازي به په دې لویه جرګه کې ګډون وکړي.

له سختو امنیتي تدابیرو سره سره د سولې د تنظیموونکي کمیسیون مشر عمرداوودزي له طالبانو مننه وکړه چې د دې جرګې د تخریبولو هڅه یې ونه کړه.

طالبانو په جرګه کې د ګډون بلنه رد کړې او هغه یې فرمایشي او د سولې د هحو سبوتاژکوونکې بللې ده.

له پرانیستونکې غونډې او د مشورتي لویې جرګې د مشر تر ټاکل کېدو وروسته د جرګې غړي په بېلابېلو کمېټو وېشل کېږي چې له طالبانو سره د سولې لپاره سرې کرښې معلومې کړي.

ولسمشر غني په خپله وینا کې د هیواد اساسي قانون په لاس کې پورته کړ، ویې ویل چې د نړۍ د هیڅ هیواد اساسي قانون د دې قانون په شان اسلامي نه دی. ظاهراً د دې خبرې معنا دا ده چې د افغانستان حکومت پر اساسي قانون معاملې ته تیار نه دی.

په افغانستان کې د ناټو  ملکي استازي نیکولاس کې د مشورتي لویې جرګې هرکلی وکړ. ده چې په دې جرګه کې ګډون کړی و په یوه ټویټ کې د لویې جرګې ګډونوالو ته د بري هیله کړې او لیکلي یې دي«خوشاله یم چې په کابل کې د مشورتي لویې جرګې په پرانستونکې غونډه کې مې د ناټو استازیتوب وکړ. استاد سیاف د جرګې رييس وټاکل شو. ۳۲۰۰ استازو ته بری غواړم. د دوی د مشورو پایلې ته انتظار کوم.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *