دا خبر بیا بیا تازه کېږي

تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نننۍ /سې شنبه/ انتحاري حمله کې، تر ۵۰ تنو زیات وژل شوي دي.

په شهیدانو او ټپیانو کې د افغانستان د علماوو شورا غړي هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په دې انتحاري برید کې تر ۷۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

مخکې ویل شوي و چې ۵۰ تنه شهیدان او ۸۰ ټپیان دي خو د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مژده ویلي و چې د تلفاتو شمېر ممکن زیات شي.

دانش د پېښې د څرنګوالي په اړه وویل«انتحاري حمله کوونکي ځان په سالون کې دننه په داسې حال کې وچاوداوه چې دیني عالمان د حضرت پیغمبر (ص) د نېکمرغه میلاد د لمانځلو لپاره په یوه غونډه کې رایوځای شوي وو.»

به کابل کې ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې ویلي چې د ټولو ټپیانو حال نازک دی.

د ولسمشر غني غبرګون

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي«د میلاد النبي او د اسلام د ستر پیغمبر د افکارو په اړه پر غونډه تروریستي حمله له اسلامي ارزښتونو او د نبي اکرم (ص) له سنت او طریقې سره دښمني ښيي.»

 د دې پېښې په اړه ارګ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر له قوله همداراز ویلي «د اسلام دښمنانو نن ماښام د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي پر مراسمو، چې دیني عالمانو پکې برخه اخیستې وه، تروریستي حمله کړې او په دې نه بخښل کېدونکي جنایت کې یې دیني عالمان او یو شمېر نور هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.»

ولسمشر غني د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښکاره کړې او چارواکو ته یې امر کړی چې د پېښې له ټپیانو سره عاجله مرسته وکړي او د هغو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً داعش سختدریځه ډله کوي.

طالبانو هم دا برید وغانده

وسله والو طالبانو هم په کابل کې پر دیني عالمانو او د میلاد النبي د غونډې پر برخوالو نننۍ تروریستي حمله وغندله.

د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان په دې برید کې لاس نه لري او هغه غندي.

د عمران خان خواخوږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان، په یوه لنډ پیغام کې، چې پاکستاني رسنیو خپور کړی، د کابل د نن ورځې په حملې کې د انسانانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

په کابل کې د میلاد النبي د غونډې لږترلږه ۴۰ برخوال شهیدان او ۸۰ ژوبل دي

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نن /سې شنبه/ په پلازمېنه کابل کې د ودونو په یوه سالن کې په یوه چاودنه کې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې برید کې، چې د ماښام په ۶ بجې او ۱۵ دقیقې وشو، ۸۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې تاند ته وویل چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې خو پولیس وايي، فکر کوي چې په سالون کې بم چاودلی دی.

پولیس وايي چې چاودنه په اورانوس سالون کې شوې ده. دا سالون د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د غځېدلي واټ په غاړه دی.

د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد د ۴۰ تنو وژل کېدا تاییدوي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح ځینو رسنیو ته ویلي چې دیني عالمان په اورانوس سالون کې راغونډ شوي وو چې د حضرت پیغمبر د زوکړې ورځ ولمانځي.

د مجروح په وینا په غونډه کې د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل شوي دي.

د مجروح په وینا د ځینو ټپیانو حال نازک دی او له همدې کبله وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

راپورونه وايي چې د حملې اکثره قربانیان هغه دیني عالمان او ملایان دي چې د میلاد النبي په مناسبت یې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.

تر دې پخوا هم د ودونو پر سالنونو بریدونه شوي دي. د تېر کال په همدې میاشت د ودونو د یوه سالون مخته په انتحاري برید کې ۱۴ تنه ووژل شول. تېر ځل د یوه سیاستوال ملاتړ کوونکي په نخښه شوي وو.

تراوسه تروریستي ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا ډول بریدونه داعش او طالبان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *