تاند- د ملګروملتو یوه کارکوونکې نن /دوشنبه/ د کابل په خیرخانه مېنه کې د یوې وسله والې ډلې له لوري تښتول شوې ده.
له دې سره په یو وخت په همدې سیمه کې د یوه تن د وژل کېدو او د یوه بل د نیول کېدو خبر ورکړای شوی دی.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ملګروملتو یوه ښځینه کارکوونکې په خیرخانه مېنه کې تښتول شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی بصیر مجاهد د دې پېښې د تاییدولو ترڅنګ وویل چې په خیرخانه مېنه کې یو تن وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
څرګنده نه ده چې نیول شوی کس د ملګروملتو د کارکوونکې د تښتونې له پېښې سره تړاو لري او که دا بېله قضیه ده.
مجاهد د نورو جزییاتو له څرګندولو پرته وویل چې تحقیقات روان دي.