تاند- د نابینایانو لپاره د «ارمان په کابل کې» په نوم لومړنی کتابتون په پلازمېنه کې پرانیستل شو.

په دغه کتابتون کې ۱۲۰ ټوکه کتابونه، چې په بریل خط لیکل شوي، اېښودل شوي.

د دې کتابتون مسوولې یاسمین محمدي وویل، د نابینایانو لپاره په کتابتون کې د راز راز موضوعاتو په اړه ۱۲۰ ټوکه بریل کتابونه راټول شوي او دغه راز ۳۰۰ الیکترونیکي کتابونه شته.

افغانستان هماغه راز چې په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو خراب شرایط لري، د معلولانو لپاره یې شرایط تر ټولو ناوړه دي. حاضردمه په ټول افغانستان کې د نابینایانو لپاره ۱۱ ښوونځي شته چې د نابینایانو شمېر ته په پام ډېر لږ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *