نېټه: ۱۳۹۵ـ۱۲ـ۱۰
نن ماسپښين د کابل ښار پر شپږمې امنيتي حوزې د هيواد او خاورې دښمنانو له لوري تروريستي بريد تر سره شول، چې په پایله کې يې تر پنځوسو زیاتو ملکي او بې دفاع خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
همدارنګه پر همدې ورځ د کابل ښار په نولسمې حوزې باندې هم تروریستي بريد تر سره شول، ددغه دواړه پېښو تر شا د پاکستان د سامراجي ادارې مستقيم لاس دی، تر څو د پاکستان په هيواد کې د ای، ایس، ای له لوري پلان شوي تروریستي بريدونه، چې په سیند، لاهور ښارونو کې تر سره شول، دوی دهمدغه برېدونو د غچ لپاره بیا زموږ هيواد ته تور لاسونه را اوږده کړل اود طالب ترهګرو پر مټ يې نن په کابل ښار کې تروریستي بريدونه وکړل او زیات شمېر هيوادوال يې د غم په ټغر کېنول.
پاکستان په مقبوضه بلوچستان او پښتونستان کې د پآکستان وروستيو تروريستي بريدونو په تړاو افغانان نيولي او له بله لوري په کابل او د هيواد په یو شمېر ولايتونو کې تروریستي بريدونه کوي، چې تر شا يې د پآکستان ګوډاګي ادارې
او استحخباراتي شبکې لوی لاس دی.
د ننۍ تروریستي پېښې ټولو ټپيانو ته د عاجلې او بېړنۍ روغتيا، شهيدانو ته د برين جنت هيله کوو او کورنيو سره يې په دغه ستر غم او لوی وير کې ځانونه شريک ګڼو.
پاکستان په دغه ډول بريدونو سره زموږ غم او وير زیاتولی شي، خو اراده او هوډ مو د سامراجي چارواکو په وړاندې لا پياوړی کېږي.
د هغې ورځې د راتلو په هيله چې بلوچستان او پښتونستان دواړه د پآکستان سامراجي چارواکو له استعمار څخه ازاد شوي وي ، هغه مهال به د پاکستان له شر څخه په امن او يو سوکاله پښتونستان او بلوچستان به لرو.
په درنښت
د افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي څانګه
کابل ښار