د کابل د نن یکشنبې/ د تروریستي برید د تلفاتو شمېر ۵۷ تنو ته ورسېد. د وروستیو راپورونو له مخې په دې انتحاري برید کې ۱۱۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
دا خبره د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وکړه. خو ځینې نور راپورونه وايي چې په دې برید کې ۶۳ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۵ ماشومان او ۲۱ ښځې شاملې دي.
د کابل په انتحاري برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ژوبل دي
تاند- داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې د کابل د دشت برچې د سیمې د نن ورځې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
د وروستیو راپورونو له مخې په دې تروریستي برید کې، چې د نوم لیکنې په یوه مرکز وشو، لږترلږه ۴۸ تنه وژل شوي دي. د دې لپاره چې د ځینو ټپیانو حال ښه نه دی، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.
همداراز د دې انتحاري حملې د ټپیانو شمېر تر ۱۲۰ تنو اوړي.
د وژل شویو په منځ کې ۲۱ ښځې او ۵ ماشومان هم شامل دي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د دشت برچي او د بغلان ولایت حملې وحشیانه او بې رحمانه بللي او ویلي یې دي چې «وحشي تروریستان» د هیڅ راز اسلامي او انساني ارزښتونو پروا نه لري.
د داعش اعماق خبري اژانس ویلي چې د دشا برچې برید دوی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې انتحاري حمله کوونکی پلی و.
د دانس په وینا حمله کوونکی د نوم لیکنې مرکز ته له ننوتو سره سم یې ځان الوزولی دی.
له کابل وروسته د غرمې په ۱۲ بجې د بغلان د مرکز پلخمري د نوم لیکنې په یوه مرکز کې چاودنه وشوه.
د بغلان چارواکي وايي چې لږترلږه ۶ تنه په دې چاودنه کې وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د کابل په چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي
د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چې د ۴ تنو مړي او ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
ګومان کېږي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات دی.
د بشري حقونو ویندوی بلال صدیقي ویلي چې په حمله کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. ځینې نورې سرچینې هم د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۰ تنه ښيي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.
د کابل امنیه قوماندان داوود امین وايي، داسې ښکاري چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې وي.
تراوسه د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د حملې هدف د انتخاباتو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز و چې هم د طالبانو او هم داعش لپاره د حملې هدف دی. خو دې ته په پام چې برید په دشت برچي سیمه کې شوی، غالباً به داعش پکې لاس ولري ځکه چې دا سیمه شیعه مېشتې ده او طالبان له شیعه ګانو سره کار نه لري.
په کابل کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته نژدې چاودنه شوې
تاند- د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې څو شېبې وړاندې د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو.
لومړني راپورونه وايي چې د حملې هدف د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو یو مرکز دی.
تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې او که د ځای پر ځای شوي بم.
ځینې شاهدان وايي چې چاودنه یوه ښوونځي ته څېرمه شوې ده.
د دوی په وینا په دغه ښوونځي کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د رای ورکوونکو د نوم لیکنه بهیر روان و.
پداسې حال کې چې د نن ورځې شهیدانو ته د فردوس جنت غواړو ، د دوي ارواوې د خوشحاله وي او ټپیانو ته عاجل صحت او سلامتي دعا کوو. د د انسانیت او دموکراسي دښمنانو باندې لعنت او نفرین وایو.
که خپله خلک د ځان امنیت ونه نیسي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري ونکړي. د داسې مضرو ، وحشي او د بشریت ضد قاتلانو مخه نېول آسانه کار ندي.
اوس ولی پنجابیان چوپ دی ، آیا د کندز د ماشومانو وینی د کابل د ماشومانو سره فرق لری؟ لعنت د په داسی یوه مذهب او دین شی چه د ماشومانو وژلو ته جهاد وایی