تاند- هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد یو ډګروال، چې په کابل کې یې د هند په سفارت کې کار کاوه، د غیرقانوني وسلې د لرلو په خاطر له نیول کېدو وروسته هند ته اخراج شوی دی.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند دغه ډګروال په کابل کې له خپلې دندې لېري شوی او بېرته هند ته لېږل شوی دی.

د هند امنیتي سرچینې دا موضوع تاییدوي خو د هند د بهرنیو چارووزارت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې دغه ډګروال دوې میاشتې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دوو وسلو د لرلو په خاطر په داسي حال کې ونیول شو چې هند ته روان و.

دغه ډګروال په کابل کې د هند د سفارت د ساتونکو قوماندان و.

د هند حکومت هم په کابل کې د سفارت د ساتونکو له قوماندان سره د وسلې موجودیت غیرقانوني بللی او په دې خاطر یې برطرفه کړی دی.

د هند د امنیتي چارواکو له تحقیقاتو سره سم له دغه ډګروال سره موندل شوې وسله د هند د سفارت په لیست کې شامله نه وه.

ډګروال، چې نوم یې نه دی اعلان شوی، ویلي چې غیرقانوني وسله یې سهواً له ځان سره اخیستې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *