تاند- په کابل کې نن /چهارشنبه/ د وسپنې ویلو کولو د فاربریکې د بنسټ تیږه کېښودل شوه.
دا فابریکه، چې په افغانستان کې د وسپنې ویلو کولو لومړنۍ لویه فابریکه ده، د خصوصي سیکتور له لوري په ۱۲۰ ملیون ډالره جوړېږي.
ویل شوي چې دا فابریکه به، چې «خان» نومېږي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې تولید ته چمتو شي او تمه ده چې شاوخوا زر تنو کارګرو ته به د کار موقع برابره کړي.
افغانستان د فلزاتو له نظره په نړۍ کې خورا شتمن هیواد دی. د افغانستان د عینک د مسو کان د نړۍ دوهم ستر کان دی او د حاجي ګک د وسپنې کان د نړۍ د وسپنې تر ټولو ستر کان ګڼل کېږي چې په سلو کې ۶۰ یې سوچه وسپنه ده.
د «خان» فابریکې پانګوونکي خان محمد وردک وویل:«دا فابریکه به په سیمه کې بې سارې وي، د ورځې به ۳ سوه ټنه وسپنه ویلي کولی شي. موږ به د تولید برخې ته زیاته پاملرنه وکړو.»
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د خان فابریکې په پرانستونکې غونډه کې وویل:«موږ د دې پانګونې ستاینه کوو، د ملي یووالي حکومت تیار دی چې پانګوونکو ته ښه او مناسب شرایط برابر کړي.»
د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم هیله څرګندوي چې د افغانستان اوسنی حکومت په هیواد کې د پانګونې د جذبولو لپاره نورې هلې ځلې وکړي.
د سوداګري خونو مرستیال ريیس خان جان الکوزي وویل:«هر څوک له حکومته توقع لري چې ورکړې ژمنې په تېره بیا خصوصي سیکتور ته خپلې وعدې عملي کړي.»
د احصاییو له مخې حاضردمه په افغانستان کې د وسپنې ویلي کولو ۱۳ کوچنۍ فابریکې شته چې د ورځې شاوخوا ۶۰۰ ټنه وسپنه ویلي کوي.