«دا چې سره وینه بهیږي»
«گرانه اوس کابل ته مه ځه
بس راځه، وینه بهیږي»
دا دی یو ځل بیا د عجیبو ترکیبونو د شاعر بخت زاده دانش یو نوی شعر«دا چې سره وینه بهیږي» را اخلم چې د ټول افغانستان، په تیره د کابل د نن ورځې د وینو او وژنو ښه انځور په کې لیدلای شو. د شاعر بخت زاده دانش د شعر ویلو دا ویدیو د ۲۰۱۷ کال د می د میاشتې په نهمه نیټه په «با خبر سوات دات کام» کې آنلاین شوې وه او زه د کوم فیسبوکي یار له برکته د مې په دیرشمه نیټه ور باندې ور پیښ شوم.
لکه د بخت زاده دانش تیر شعر(زه به نه لیونی کیږم)، دا مې هم په پوره دقت واوریده، بیا مې په پراخې حوصلې سره ټکي په ټکی د شاعر له خولې، د ده له تلفظ سره سم را ولیکه او په ځینو ځایونو چې پوه نه شوم، درې ټکي مې ورته ایښي دي او خپرول یې دا دی نن د کابل له خونړیو پیښو سره برابر شول.
بخت زاده دانش لکه زموږ مطیع الله تراب خپل ټول شعر له یاده، په ځانګړي انداز او احساساتو سره اوروی، داسې چې حاضرین او لیدونکي تر تاثیر لاندې راولي.
د بخت زاده دانش دا شعر د یوه ځانګړي پیام درلودونکی دی، سره له دې چې له ځینو نظریاتو سره یې زه موافق نه یم، خو دا باید و ویل شي چې د شاعر دا غږ د سبا له پاره د امید یوه چیغه ده، پر پښتنو باندې د راغلو بدو حالاتو د نا امیدۍ د کړیو ماتونکې چیغه او د نوي نسل له پاره د نویو امیدونو ښودل دي او د هغوی د ذهن په کرونده کې د تحرک او بیا آبادۍ د فکر کرل دي.
شاعر په اوسنیو حالاتو کې د پښتنو د ستونزو او بد حالت بیان په شاعرانه احساساتو سره کوي او په ډیر امید سره دا وايی چې بالاخره به دا حالات بدلیږي.
شاعر بخت زاده دانش په روانو حالاتو کې د منفي پیښو د زیاتیدو په وجه دومره تنګ شوی چې پاچا خان او غني خان له خپلو لارو را گرځوي او بل رسالت په مخ کې ورته ږدي او د حالاتو د بدلون له پاره ان د عدم تشدد سالار پاچا خان ته نیزه په لاس کې ورکوي او بدل ته یې لمسوي:
«… دغه وخت به بیرته نن شي
بل انسان به ترې پیدا شي
قهرمان به ترې پیدا شي
پهلوان به ترې پیدا شي
بل افغان به ترې پیدا شي
بادشاه خان به ترې پیدا شي
خو په لاس کې بې نیزه وي
تشدد بې فلسفه وي
دا سړی به ډیر بدل وي
دا سړی به عجیبه وي
پښتنو بدل به اخلي
د پښتو بدل به اخلي…»
زما له نظره اصلي خبره دا ده چې په اوسنۍ زمانه کې هدف ته په تشو خبرو او احساساتو څوک نه شي رسیدلای، تر څو چې لازمه پوهه او عمل نه وي، تر څو چې پښتون تعلیم و نه کړي، نوی نسل و نه روزي، له علم، تکنالوژۍ او د تمدن له کاروان سره ځان برابر او سیال نه کړي؛ په هیڅ وجه نه شي کیدای چې ور نه را چاپیره ستونزې دې په خپل سر او یا په تشو احساساتو لرې شي. دا هر څه چې پر پښتون قوم باندې راغلي دي، دا ټول د بیسوادۍ، نا پوهۍ او نه تعلیم په وجه او د دودیزو قوانینو په چوکاټ کې د ځان ایسارولو پاله ده چې دوی په داسې کړاوونو کې را ګیر دي.
د حل اصلي او یوازینۍ لار دا ده، په هره بیه چې کیږي نوی نسل باید سواد زده کړې، ښونځي او پوهنځي ته وهڅول شي چې علم تر لاسه کړي، تر څو چې نوی نسل، په نوې او متمدنه بڼه و نه روزل شي، دغه به مو حال وي.
دا هم بشپړ شعر:
دا چې سره وینه بهیږي
دا چې سره وینه بهیږي
او توده وینه بهیږي
لر او بر مې په وطن کې
پښتنه وینه بهیږي
پیښور په وینو سور شو
او تازه وینه بهیږي
گرانه اوس کابل ته مه ځه
بس راځه، وینه بهیږي
یو پښتون وزیرستان کې
بل پښتون بلوچستان کې
دواړه مړه شول په ارمان کې
د وختونو په زندان کې
په دې گرده پښتونخوا کې
په کابل او په پکتیا کې
اې!
د ورځې په رڼا کې
ښه ښکاره وینه بهیږي
او توده وینه بهیږي
لر او بر مې په وطن کې
پښتنه وینه بهیږي
په ګناه مو خبر نه یو
چې په څه باندې مو وژني
چې په بدو کې یې مړه کړو
که په ښه باندې مو وژني
په جرگو کې مو را ټول کړي
په جرگو باندې مو وژني
څه نا څه به راله گوري
څه نه څه باندې مو وژني
په اسلام باندې میین یو
عقیده باندې مو وژني
له هندو نه یې جدا کړو
نظریه باندې مو وژني
خپل بمونه یې گزار کړل
بهانه باندې مو وژني
او میلمه کاله ته راغی
په میلمه باندې مو وژني
په چا گرمه وینه ډنډ شوه
په چا مړه وینه بهیږي
او توده وینه بهیږي
لر او بر مې په وطن کې
پښتنه وینه بهیږي
دا چې سره وینه بهیږي
او توده وینه بهیږي
لر او بر مې په وطن کې
پښتنه وینه بهیږي
دغه وینه به ودریږي
دغه وینه به وچیږي
دغه وینه به خوټکیږي
دغه وینه به لنگیږي
…
د پښتو خبرې واوره
د جزبو خبرې واوره
دغه وینه به لنگیږي
بیا به بل خوشال پیدا شي
بیا به بل مغُل په دار کړي
بیا به بل شیرشاه پیدا شي
دا به خپل دشمن مردار کړي
بیا به بل نجیب پیدا شي
دا به څنگه څوک سنگسار کړي
بیا به بل «مان الله» راشي
وخت به بل غازي تیار کړي
دغه وینه دې بهیږي
دغه وینه دې بهیږي
پښتنو عبث به نه ځي
لیونو عبث به نه ځي
د دې وینې له شوخۍ نه
د دې وینې له مستۍ نه
د دې وینې له سرخۍ نه
بل کاروان به پیدا کیږي
بل حیران به پیدا کیږي
د کوکنار ماتم به نه کي
د چنار ماتم به نه کي
د دې اوښکو، اوښکو سترګو
د خمار ماتم به نه کړي
د دې سرې وینې د جوشه
د تودې وینې د جوشه
دا په لارو کې توی شوې
هم د دې وینې له جوشه
شاعري به پیدا کیږي
بل غني به پیدا کیږي
پخوانی غني به نه وي
لیونی غني به نه وي
د حلوا دشمن به نه وي
د ملا دشمن به نه وي
د حلوا قصه به نه کی ی
د ملا قصه به نه کی ی
دا به نورې نغمې وايي
بیا به سپورې نغمې وايي
په نغمو کې به یې شور وي
په نغمو کې به یې زور وي
…
…
د دې وینې له غیرت نه
د غیرت چیغه راخیژي
او له دې غیرتي غږ څه
د اجمل رباب ټنگیږي
باباگان به را لړزیږي
عالمان به را لړزیږي
د خپل قام سره به ودریږي
د جندول عمرا خانه
د روښان څلی جوړیږي
د پښتون فکر لمبه شو
سره لمبه ترې نه بلیږي
شاعران به یو ځای کیږي
لیکوالان به را ټولیږي
د سایل پتری کچکول
اباسین غاړې ته لویږي
پښتنو خیرات به غواړي
د پښتو خیرات به غواړي
دا زما د علم تنده
د اظهار د پوهې پنگه
راشه ټول پښتانه رنگ کړه
د شاکر د وینې رنگه
بیرته راشه اتل جانه
هیڅ دې جوړ نه کړل له جنگه
راشه ټول پښتانه رنگ کړه
د شاکر د وینې رنگه
بیرته راشه اتل جانه
هیڅ دې جوړ نه کړل له جنگه
او اوس یاره در نه ځار شم
ولې پریوتې له شرنگه
د صادق روښان له فکره
د ایلم له غر نه دنگه
وه! شهکاره در نه ځار شم
اې د گران د در ملنگه
وه ممتازه! ځار د بنگه
یه د خپله ځانه تنگه
یه د سوات د سور ملنگه
روغانیه غنم رنگه
وه ترابه، وه گلرنگه
تا ته وایم غني غورځنگه
دا زما نارې ته اورې؟
دا زما نغمې ته اورې؟
دا زما د مینې غږ دی
دا د هاغې وینې غږ دی
دا په لارو کې چې توی شوه
په مردارو کې چې توی شوه
د دې وینو له سیلاب نه
انقلاب ته لار جوړیږي
پښتنو له انقلاب نه
انقلاب ته لار جوړیږي
د دې دومره لوی عذاب نه
انقلاب ته لار جوړیږي
د الله د لوی کتاب نه
انقلاب ته لار جوړیږي
د وختونو احتساب له
د ظلمونو دې حساب له
د پښتون بچي نصاب له
دې قانون او دې کتاب له
دغه وخت به بیرته نن شي
بل انسان به ترې پیدا شي
قهرمان به ترې پیدا شي
پهلوان به ترې پیدا شي
بل افغان به ترې پیدا شي
بادشاه خان به ترې پیدا شي
خو په لاس کې بې نیزه وي
تشدد بې فلسفه وي
دا سړی به ډیر بدل وي
دا سړی به عجیبه وي
پښتنو بدل به اخلي
د پښتو بدل به اخلي
اې د سوات د خویندو میندو
د سلگو بدل به اخلي
باجوړ کې شهیدان شول
د سړو بدل به اخلي
د کمڅو ټپوس به کیږي
د اقصا جومات د پیغلو
جینکو بدل به اخلي
د جومات ټپوس به کیږي
د حجرو بدل به اخلي
په کابل باندې چې وشوې
د حملو بدل به اخلي
د وزیرو د مسیدو
د شملو بدل به اخلي
فکر مه کوئ یارانو
د روژو بدل به اخلي
د وطن د ټولو خپلو
پښتنو بدل به اخلي
د قانون گریوان به نیسي
د قارون گریوان به نیسي
که پښتون داسې و نه شو
د پښتون گریوان به نیسي
بس یو څو ورځې دانشه
انتظار دی دا به وکړو
هو دا هماغه د غوایی د اوومی نه د پیل شوی سیلاب دوام دی چی جاهلو حکامو ته یی د ملت په مرۍ د ظلم او جنایت تیغ په لاس ورکړ ، جنایت کی مسابقی وی د مؤمن ملت په وژنه ،خرمستی کیدلی ،اداره ،اقتصاد ،امنیت ، سالمه ښوونه او روزنه او نور هغه څه چی اسباب د عزت د یو ملت وی ، بی تربیی تعلیم یافتګانو په خرمستیو او معاملو کی بایلودل او د ک جی بی تر څنګ آی اس آی او نور پلید لاسونه د جهاد تر پردی لاندی زموږ د مؤمن ملت د تباهی لپاره مرداری داړی او پلیدی منګولی خښی کړی ، نفاق ،انحصار ،تالان او نور رذایل د تنظیمی منفی رقابتونو او جاهلی تعصباتو میدان ، معامله ګرو ته پرانیست او باتجربه او مکار دښمنانو لاسونه سره ورکړل خو زموږ بی کفایته او بی تدبیره په نامه قیادتونه نور هم یو له بل نه لیری کیدل او تر ننه دوام لری