تاند- راپورونه وايي چې د کابل په پرلت کې چاودنه شوې ده. لومړني راپورونه وايي چې ګڼ کسان ژوبل دي.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلو دقیق حال نشته. خو لومړني راپورونه وايي چې یو تن شهید شوی او ۶ ژوبل دي.

دا پرلت پر پښتنو د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ظلمونو خلاف د کوزې پښتونوخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې له تېرو څو ورځو څخه پیل شوی دی.

شاهدان وايي چې چاودنه د یوه لاسي بم په نتیجه کې شوې ده.

د کابل روغتونونو ته یو شمېر ټپیان وړل شوي خو شمېر یې لا څرګند نه دی.

د کابل د پولیسو ویندوی د ۳ تنو ټپي کېدا تایدوي او وايي چې له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې د پرلت خیمې ته نژدې بم چاودلی دی.

سید شاه سقیم، اسرار کریمزی، عماد دوران او د کریمزي ورور په ټپیانو کې شامل دي.

د وروستي راپور له مخې، ولسمشر غني د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته تللی دی.

6 thoughts on “د کابل پر پرلت په بمي حمله کې یو تن شهید شوی”
  1. له دې نه معلومېږي چې د پنجاب جاسوسان او مزدوران له پښتونخوا او قبایلي سیمو نه په افغانستان کې ډېر فعال دي.
    دا وینې به لمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي
    بیا به تلونکې شپه د زلمي لمر خرام ته څه وایي

  2. پنجاسپيانو خو دا کار وکر.خو دلته حکومت هم بايد چې خپل غاشونه مالوکړي.ډلته چې لکپ څنګه چې حکومت پټه خوله د ډيورنډ په کرشه چوپ ناست ده همداسې د خلکو په امنيت کې پاتې راغلی.

  3. د پنجاب جاسوسان په حکومت کې ناست دی ، په لوی افغانستان کې چې د پښتنوخلاف کوم اعمال تر سره کیږی که هغه لر دی او که بر، تر نن ورځی پوری افغانی سیاسیونو څه کړی دی؟

  4. دا ناځوانمردانه کړنه باید په کلکه وغندل شی
    اصلاً چاودنه او انتحار او وژنه په هیڅ فرهنګ کی جواز نلری

  5. بیا هم هغه د باچاخان خبری او حماسی شعارونه رایاد شول چی ویل به یی ، چی سره یو موټی نشی نو ورکیږی ، او دا ښکاره خبره ده چی د پاکستان او تور پنجاب ته د پښتنو اکثریت د منلو وړ ندی خو نه داسی نده موږ ټول به دا هڅی جاری ساتو تر څو خپلو موخو ته ورسیږو او بیا موخی ته د رسیدو نه مخکی ډیرو قربانیانو ته اړتیا ده چی باید هیڅ یو پښتون وګړی تری مخ ونه ګرځوی او د خپلو مشرانو په شان په یوه نعره چی موږ خپل پښتون ولس ته که په لر کی دی او که په بر کی حقوق او سولیز ژوند غواړو ځکه چی د ځمکی پر سر د هریو قوم قبیلی او نژاد د اوسیدو حق شتون لری نو بیا پښتانه هم ددی ځمکی یوه لویه برخه ده او باید په سوله او ثبات کی د نورو قومونو ترڅنګ ژوند وکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *