تاند- کابل به روانه اوونۍ د پرمختیايي هیوادونو په منځ کې د هغو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت له ښه کېدا سره د مرستې لپاره د ګډې ستراتیژۍ د جوړولو په هدف د جي ۷ ډلې د غونډې کوربه وي.

ټاکل شوې ده چې مرستندوی هیوادونه په دې غونډه کې د افغانستان په شمول له پرمختیايي هیوادونو سره خپلې ژمنې تازه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ريیس وحید الله ویسي وویل، د جي ۷ غونډه به د مارچ په درویشتمه /چهارشنبه/ په کابل کې جوړه شي.

ده همداراز وویل:«دا یوازې یوه غونډه نه ده بلکې یو بهیر دی چې په پرمختیايي هیوادونو کې پر ستونزو د لاسبري لپاره پر اغېزمنو پروګرامونو او پلانونو کار کوي.»

د افغانستان ترڅنګ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هیټي، لایبریا، جنوبي سوډان، سریلایون او ختیځ تیمور د دې ډلې موسس هیوادونه دي.

همداراز برونډي، د منځنۍ افریقا جمهوریت، چاد، کوموراس، کوت دي ایور، ګینې، ګینې بساو، پاپو نیو ګینې، ساو توم او پرنسیپ، سالمون ټاپو، سومالیا، توګو او یمن یې نور غړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *