تاند- وسله والو حمله کوونکو نن (دوشنبه) په کابل کې د پوځي زده کړو د یوه مرکز خولې ته لاسي بمونه وغورځول او لږترلږه ۴ سرتېري یې ژوبل کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي په پیل کې ویلي و چې دا پر له پسې چاودنې د انتحاري حملې دي خو اوس وايي چې انتحاري برید نه دی شوی بلکې لاسي بمونه غورځول شوي دي.
تراوسه د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د پوځي زده کړو په دې مرکز کې برید د سهار په ۷ بجې او ۳۰ دقیقې په داسې حال کې وشو چې زده کوونکي ټولګیو او تریننګ ته روان ول.