تاند- د کابل د پوځي پوهنتون په خوله کې نن /پنجشنبه/ په موټربمي چاودنه کې د دې پوهنتون یو شمېر ساتونکي وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
تراوسه پورې د دې پېښې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر څرګند نه دی. خو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
شاهدان وايي چې امبولانسونه یې لیدلي چې ټپیان یې لېږدول.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د پېښې جزییات وروسته په همدې ځای کې خپرېږي.