تاند- کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له رارسېدو څو ساعته وروسته د چاودنو ږغ واورېدل شو.
ځیني راپورونه وايي چې پر ښار راکټونه ویشتل شوي خو تردې دمه کره معلومات نشته او امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.
لومړني راپورونه وايي چې د ښار په دوهمه امنیتي حوزه ۳ راکټونه لکېدلي.
تر دې دمه د تلفاتو د احتمال په اړه څه نه دی ویل شوي.
ګڼو ښاریانو لږ ترلږه د دوو چاودنو ږغ اورېدلی خو هیڅوک دقیق نه پوهېږي چې دا ږغونه د بمي چاودنو ول او که د راکټونو.
الجزیره وايي، د کابل د پولیسو دوو چارواکو ورته چې د ښار په دیپلوماتیکه مېنه لږترلږه ۳ راکټونه لګېدلي دي.
د دغه تلویزیون د راپور پر اساس یو راکټ له ارګ څخه ۱۰۰ متره لېري لګېدلی دی.
الجزیره هم وايي چې د تلفاتو په اړه هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سفر په اړه یوه ورځ مخکې خبرونه خپاره شوي ول ځکه احتمال شته چې د دولت وسله والو مخالفانو د ښار له شاوخوا سیمو څخه د خپل حضور د ښودلو لپاره راکټي بریدونه کړي وي.