د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کابل پرلت د شهيد زاهدالدين فاتحه واخيستل شوه.
دغه فاتحه، چې په بلخ ادبي خوځښت فرهنګي مرکز کې د وري په ۷مه، وشوه، لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو پکې برخه لرله.
د شهيد زاهدالدين اروا ته د دعا لپې پورته کېدو تر څنګ ګډنوالو له کابل پرلت سره خپل ملاتړ اعلان کړ.
ګډنوالو کابل پرلت د افغان ژغورنې د روانې مبارزې لپاره اړين ګام وباله او ژمنه يې وکړه، چې په دغه پرلت کې به د ګډون په موخه کابل ته سفر کوي.
دوی همداراز له نامنل شوې ډيورنډ کرښې اخوا د پښتون ژغورنې روان حرکت په سیمه کې د سولې راوستو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ګړندي کولو ښه فرصت وباله.