هغه غونډه چې په همدې اړوند د ژوند ګروپ لخوا د سپين زر هوټل د غونډو په تالار کې رابلل شوې وه پکې لسګونو تنو اديبانو،دولتي چارواکو،د ولسي جرګې وکيلانو،مدني فعالانو،ملي سوداګرو،قومي مشرانو او يو شمېر مېرمنو هم ګډون کړی و.

د غونډې په سر کې د ژوند ګروپ مشر نوريالی ابراهيمي د ښه راغلاست وينا واوروله او زياته يې کړه:(( موږ تل د مړو کادرونو ستاينه د دوی له مرګ وروسته کړې او يوازې مو د دوی په ياد افسوس کړی دی. ژوند ګروپ دغه دود يو کال وړاندې مات کړی او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې يې د کار خلک په معنوي ډاليو نمانځلي دي. موږ هر کال د کار غوره، فرهنګپال، سياستوال، شاعر ، وکيل، تجار، مبارز، وزير، ريس، هنرمند، انخورګر او همدارنګه په هره برخه کې چې په تېر کال کې هر چا ښه کار کړی وي او ښه وړتيايې ښودلې وي هغه ته د سرو زرو مډال او ستاينليک ورکوو.))

1د ده په اند د اځل يې هم له نېکه مرغه د کال د غوره شاعر او غوره ليکوال ترڅنګ په نورو ټولنيزو او اقتصادي چاروکې د کارخلک په ستاينليکونو او مډالونو ونازول.

د نوموړي په خبره ژوند ګروپ دغه پروګرام د بېلابېلو مدني فعالانو او د چارو کار پوهو کسانو په مشوره هرکال جوړوي او هغه چاته ډالۍ ورکوي،چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې يې د فکري ودې ترڅنګ د خير ښيګڼې کارونه هم کړي وي.

د ده د مالوماتو له مخې په دې پروګرام کې د نارينه وو ترڅنګ مېرمنې هم په ډاليو ونازول شوې.

1د غونډې يو تن ويناوال سيد نظيم سيدي،چې په همدې پروګرام کې يې د کال د غوره ليکوال په توګه مډال ورکړل شو وويل:(( په نوره نړۍ کې د ليکوالو او د فکري هستيو د هڅونې او د دوی د ژوند لپاره ډېر څه کيږي؛خو په افغانستان کې ليکوالو.فنکارانو يا د فکر خاوندانو ته په بده سترګه ليدل کيږي او په بدو الفاظو ياديږي.))

دغه ليکوال له حکومتي چارواکو او با احساسه ملي سوداګرو غواړي،چې په افغانستان کې دې د ولس خادمانو او زيار کښو کادرونو د هڅونې او د دوی د ژوند د اسانتياوو د برابر ولو لپاره اړينه پاملرنه وکړي.

سید جيلاني جلان،چې په دغه پروګرام د کال د غوره شاعر په توګه په مډال و نازول شو وویل:(( شاعر د ټولنې ترجمان دی بايد،چې د ټولنې لپاره د فکري توليد سرچينه و اوسي او هغه څه،چې دی يې په ټولنه کې ګوري د شعر پر هنري ژبه يې بېرته خپل ولس او مينه والو ته وړاندې کړي.شاعر د رڼا او مينې پلوی دی تل د ژوند او خوند سندرې وايي او مينه وال پر خپل هنري کيف نازوي،چې په ټولنه کې شاعر د ژوند او انسانيت د لوی سفير په توګه پېژندل کيږي.))

د مېرمن بهير غړې نوښتګره شاعره لېمه نيازۍ،چې همدې غونډې ته راغلې وه د ژوند ګروپ له مسوولينو مننه وکړه،چې دا يې په ستاينليک ونازوله.

اغلې لېمه نیازۍ وايي هر هغه ګام چې د پوهې او ادب لپاره پورته کيږي په نېک فال يې نيسي او د دې معنوي ډالۍ په اخيستو سره به د ادب لپاره نور خدمت هم وکړي،چې د شعر د لا هنريت او تخليق لپاره زيار وګالي او په راتلونکې کې د يوې ښې شاعرې په توګه و پېژندل شي.

1ليکوال او مدني فعال عطا الله خان حيران د داسې غونډو جوړول د ليکوالو د هڅونې او د ټولنيز دهنيت د ويښتيا لپاره مهمه وسيله بولي.

ښاغلی حيران وايي: له يوې خوابه ليکوال په دې ډاډه شي،چې د دوی کارونو په ټولنه کې مثبت بدلون راوستی دی او له بلې خوا به په ټولنه کې د نورو پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره له ليکوالو سره د نورو مسووليتو احساس وشي او ولس به هم په دې و پوهيږي،چې د کار خلک همدا دي.

د ده په خبره د ليکوالو لپاره د جايزو او فيسټيوالو نو برابرول په افغانستان کې نوې خبره ده ښايي د معيار ارزښت به يو څه تر پښو لاندې شي،چې په وخت سره به دغه ستونزې حل ومومي.

نوموړي د ژوند ګروپ لخوا د ډاليو د وېش خبره وکړه وکړه هغه و ويل: په افغانستان کې به د ژوند ګروپ په شان ډېر کم شمېر کمپنۍ وي،چې د کار خلک په ډاليو نازوي.

د سرچينې په قول هغه معيار،چې په نوره نړۍ کې جايزو ته ټاکل شوی دی ژوند ګروپ به نه وي پوره کړی ستونزې به يې خامخا درلودې.

د ده د مالوماتو له مخې که د دوی د تېر کال غونډې ته ځير شو د هغې په پرتله اوسنۍ غونډه يې يو څه د معيار په تول پوره وه او په راتلونکي کې به انشا الله ټول هغه نيمګړي کارونه يې چې لا پاتې دي پوره شي.

د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته د افغان ليکوالو لخوا د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د هنر او ادب لپاره هلې ځلې پيل شوې دي،چې د کتابونو د چاپ سربېره تنقيدي غونډې،علمي سيمنارونه او مشاعرې هم کوي،چې دغسې غونډې پکې نوې او کم رنګې وي.

د يادولو ده دا لومړی ځل نه دی،چې ژوند ګروپ د کار خلک په مډالونو او ستاينليکونو نمانځي بلکې له دې يو کال وړاندې يې هم په ټولنه کې د کار خلک په معنوي ډاليو نمانځلي وو.

د ۲۰۱۵ کال د کار خلک

مډالونه

  1. استاد سيدنظيمسيدي ( ۲۰۱۵ کال غوره ليکوال)
  2. سيدجيلانيجلان ( ۲۰۱۵ کال غوره شاعر)
  3. استاد نجيب منلی ( ۲۰۱۵ کال غوره شخصيت)
  4. حقيقت سانين ( د ماشومانو د روزني په برخه کی)
  5. باز محمد عابد ( د بی وزلو سره مرسته په برخه کی)
  6. استاد روينرحماني ( کاردان پوهنتون غوره خصوصی پوهنتون)
  7. محمد اشرف ناصری ( غوره والی)
  8. عبدالرحمن الکوزی ( ۲۰۱۵ کال غوره پانګوال)
  9. فرالدين سفری ( هنر په برخه کی)

فريد احمد تسکين ـ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *