د کتاب د نړۍوالې ورځې د هرکلي په پلمه نن په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د پرانستې په مراسمو کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، دولتي مسوولینو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
اسدالله غضنفر په خپلو څرګندونو کې د نوې مالوماتي تکنالوجۍ په عصر کې د کتاب ضرورت و ارزاوه. د ده په وینا اوس تر بل هر وخت کتاب ته اړتیا ډېره ده ځکه چې که یوې خوا رسنۍ د مالوماتو اړتیا رفع کوي خو دغه مالومات یوازې هغه مهال په پوهه بدلېږي چې کتاب ته ننوځي. هغه همداراز وویل چې په افغانستان کې د کتاب لوستلو د فرهنګ پر وړاندې یوه مهمه ستونزه د کتاب د کیفیت ده چې په دې برخه ادبي نقد خورا مهم دی.
د دولتي مطبعو (ازادي مطبعو) رییس، د طنز لیکوال او نقاد، جلال نوراني په خپلو څرګندونو کې وویل چې دولت باید د کتاب لیکونکو، چاپوونکو او پلورونکو ته لازمې زمینې برابرې کړې چې یوه یې پر کتاب او ورسره تړلو محصولاتو د مالیاتو له منځه وړل دي.
