تاند- کرویشیا وايي چې په افغانستان کې یې دوه پوځیان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.
کرویشیايي چارواکو نن (چهارشنبه) وویل چې دې پوځیانو ته په هغه حمله کې مرګ ژوبله واوښته چې د کابل ښار په څنډه کې د دوی پر کاروان برید وشو.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا چې کرویشیا په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ماموریت کې شامله شوې، د هغوی ځواکونو ته لومړنۍ مرګ ژوبله ده.
د کرویشیا دفاع وزیر دامیر کریستیڅیویچ په پلازمېنه زاګرب کې خبریالانو ته وویل، دا پوځیان د کابل له هوايي ډګر څخه د باګرام هواي اډې ته روان ول چې یوه موټرسایکل سپاره انتحاري پرې برید وکړ.
په پیل کې درې واړه پوځیان ژوبل شوي وو خو یو تن د دې لپاره چې ټپونه یې زیات ول، په روغتون کې مړ شو.
د کرویشیا دفاع وزیر وايي چې تروسه وسه طبي مرسته ټپي سرتېرو ته ورسول شوه.