تاند – د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د ځینو غړیو په وینا  په کابل کې پولیسو له دوی سره لاس یو کړی دی او د عبدالله عبدالله په ګټه یې پاڅون کړی دی.

دا خبر که څه هم خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی خو د عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړي امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې تایید کړې ده چې پولیسو له خلکو سره لاس یو کړی دی او «د کودتا پرضد یې پاڅون کړی دی.»

تېره شپه یو شمېرموټر سپاره د کابل واټونو ته راووتل او د عبدالله په ګټه یې نارې ووهلې. په شاوخوا ۵۰ موټرونو کې سپرو کسانو، چې په منځ کې یې د پولیسو موټرونه هم لیدل کېدل، هوايي ډزې کولې.

تیرماښام چې کله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې اعلان کړې نو تر هغه وروسته د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین ویاند مجیب رحیمي وویل چې دا رایي دوی ته د منلو نه دي او دا اعلان په حقیقت کې د خلکو د رایو پرضد یوه کودتا ده.

په کابل کې د کودتا ډوله هڅې په درشل کې د کابل امنیه قوماندان ظاهر ظاهر برطرفه شو او کیدای شي چې له کاره د جنرال ظاهر لرې کیدل هم له دې کودتایي هڅې سره ارتباط ولري.

د عبدالله عبدالله ډلې وار له مخه خبرداری ورکړی و چې دوی ته د نتیجو اعلان د منلو نه دی او که چیرته اعلان شوې د عواقبو مسوولیت به یې د نورو په غاړه وي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې اعلان کړې چې له مخې یې اشرف غني ۵۶ اعشاریه ۴۴ فیصده رایي خپلې کړې او د شپې په مخه هغو خلکو هم د خوښئ ډزې کولې چې د اشرف غني احمدزي بریا یې په کابل کې لمانځله. د ډزو په وخت د امنیت تامینول، امنیتي ځواکونو ته سخته کیږي خو د اصلاحاتو او همپالني د ټیم ملاتړیو د کابل په ځینو سیمو کې همدا نارې وهلې چې زموږ ولسمشر عبدالله عبدالله دی.

0 thoughts on “په کابل کې د کودتا اوازه”
  1. Da gul marjan plar hm nasi kawalay che dasi beghairata kar ba waki, kana no da najib pa shan ba doy hm pa har chauwk ke khalak ba da doy pa pazo aw sha cigrett chokh kri

  2. Da badmashan hec shay na she kawalay, berta ba makhtoran kort zi aw pase gor ta.baray de khalko day aw de khalko zor de khoday zor day. De doy da akharine salgay dy aw da ye de zankadan de laghato wahal dy.

  3. دقدرت انتقال د جنګی ډلوڅخه د قلم خاوندانو ته کوم ساده کار هم ندی خو د کابل شهری پولیس اوداخلی وزارت د ښار د امیت او اسایش د ساتلو مکلفیت لری د داسی اوباشانو او دوحشت د
    اچونکو ډلو مخه ونیسی پولیس باید چه خپل رسالت پدی تاریخی حساسو ورځو کی ادا کړی همدارنګه د امنیت اورګانونه داسی اوباشان د څو ورڅو لپاره په توقیف کی وساتی جنګ سالاران د ځوانانو له احساساتو منفی ګټه پورته کوی

  4. د افغانستان حکومت د امریکا په لاس ده امریکا نه غواړی چی له افغانستان څخه عراق جوړ کړی ځکه امریکایانو ته د روسانو په مقابل کی اوس تنها افغانستان پاته ده نور ټول ځایونه یی له لاسه ورکړیدی
    امریکایان نه غواړی چی عبدالله په افغانستان کی رئیس جمهور شی ځکه د هغه منشا د روسانو په مټ جوړه شوی نو چی عبدالله په افغانستان کی رئیس جمهور شی نو افغانستان به ډیر زر د امریکایانو له لاسه ووځی
    چی د امریکایانو خوښه نه وی هیڅوک هم کودتاه نشی کولای او نه واک ته رسیدلایشی او مهمه خبره پکی داده چی افغانستان خرڅ شوی د بادرانو په لاس کی ده او اقتصاد طرقی هر څه د هغو به لاس کی دی نور هسی ملت غولوی کنی هیس هم نشته او نه پاته دی

  5. بلي د دموكراسي دنامه خخه استفاده كول به شهر كي كدودي أجول او محريكينو ته قانوني جزا نه وركول داسي بد بختي منخ نه راوري كرزي دا صلاحيت لري جه دمحريكينو كرفتاري امر صادر او محركين مجازات كري كه مجازات نه شي كدودي منخ ته راوري

  6. روغ ژوند په روغ صحت کی وی لیوانی دروغ ژوند په خوند څه پوهیږی هغو ته دڅناورو په شان واښه او دډنډو نا ولی اوبه اوپالونه قورمی او صافه اوبو فرق نشته لکه یو تړلی څناور چه له پړی خلاص شی نو منډی وهی په هر طرف چه ولاړ ولی فکر نشی کولی څنا ور دی نو دڅناورو کدو دتا ………………………………………………………………ږ دهدیرو ډکول دیوبس .

  7. دافغانستان ملت نور په دی پلمونه غولیږی چی دوی دخپلوشخصی ګټو په خاطر له اسلام څخه غلته استفاده وکړه دخلکو له پاکو ارادو او جهاد څخه یی شخصی ګټه پورته کړه خلک په وینو کی لت پت ول دوی شوروی ته دشدید جنګ په صحنوکی دګدایی لاس اوږد کړ چی قدرت مونږ ته راکړی ، که چیری دوی په قدرت کی نه ول له هغه نظام سره جهاد فرض ده او که چیری دوی په نظام کی ول له هغه نظام سره که جهاد که فرض هم وی دوی ورته دخیانت او تروریزم ټاپه لګوی نور اشرار له صحنی انشاالله ورک شول واقعی مجاهدین او وطن دوستان دافغانستان واک ته په رسیدو دی .

  8. لنډغر توب تور وی که سپین د یو هیواد په مرکز او ښار کی د وسلو سره ګرځیدال ، ډزی کول او چغی او ناری وهل دی ته باید کوم نوم ورکړل شی او حکومت ولی باید دومره بی کفایته پاتی شی
    دوی خو د خپل تل پاتی او میراثی فرهنګ چی د پلرو ورته پاتی دی مظاهره وکړه ددوی نه ګیله نده پکار د همدی لوچکتوب تمه تری کیدای شی حکومت ولی داسی بی توانه ځان ښایی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *