تاند- د کابل ښار د نن ورځې له درېمې حملې د کورنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی روغ ووت.

نن شپه ناوخته په هغه چاودنه کې، چې د پلازمېنې په اتمه ناحیه کې وشوه، د کورنیو چارو وزارت د سپورت د څانګې رييس خوشال سروري په نښه شو.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا چاودنه بمي وه او که ځانمرګې حمله. خو راپورونه وايي چې د چاودنې په اثر لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

په سیمه کې ځیني شاهدان وايي چې د خوشال سروري کور ته نژدې بم اېښودل شوی و او ځیني نور بیا اټکل کوي چې چاودنه د مقناطیسي بم وه.

تر دې مخکې نن د کابل په دېوان بیګي سیمه کې د سترې محکمې د دارالانشا رييس ترور شو، ورپسې د پلازمېنې په بریکوټ سیمه کې د ملي اردو پر یوه بس ځانمرګی برید وشو چې شپږ تنه پکې ووژل شول او لس نور ژوبل شول.

طالبانو د دواړو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې په بس کې یې ۲۵ تنه وژلي دي.

له دې حملو جلا په هلمند کې طالبانو ۱۲ ماین پاکان ووژل، ۹ یې ټپیان او یو شمېر نور یې له ځان سره بېولي دي.

طالبانو د هلمند د حملې مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی خو ویلي یې دي چې دولتي ماین پاکان یې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *