تاند- په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما یو ساتونکی نن /جمعه/ په ډزو ووژل شو او یو کارکوونکی یې ټپي شو.
یوناما تایید کړه چې د کابل په یوه دفتر کې یې یو ساتونکی په ډزو وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې د یوناما یو کارکوونکی ټپي شوی دی.
د ټپي شوي مامور ټپونه جدي نه دي بلل شوي.
خو تاند ته د یوه رسېدلي خبر پر اساس د یوناما پر کارکوونکي او ساتونکي یوه افغان ساتونکي ډزې کړي دي.
سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې وژل شوی ساتونکی د نیپال تبعه و.
سرچینې ویلي چې دا پېښه د یوناما یوې ودانۍ ته څېرمه، چې کار پرې روان و، شوی دی.
ویل شوي چې حمله کوونکی افغان ساتونکی هم ټپي شوی دی.
یوناما تراوسه پوري د پېښې د دقیق ځای او د هغې د علت په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې له څېړنو وروسته به په دې برخه کې معلومات خپاره کړي.
یوناما د خپل وژل شوي ساتونکي د کورنۍ له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ژوبل شوي مامور لپاره یې د فوري روغتیا هیله کړې ده.
تراوسه پوري د افغانستان د دولت کومې وسلې والې ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.