ملي پولیس

تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې د یوې لویې پېښې مخه نیولې ده.

د کابل پولیسو نن /سې شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو تېر ماښام یوه سرګلوله کشف کړه چې له موبایل ټېلفون سره عیار شوې وه.

پولیس وايي، دا سرګلوله یې د کابل ښار په عبدالحق څلورلاره کې د پولیسو یوې پوستې ته نژدې کشف کړه او سمدستي د ملي امنیت د انجینیري ټیم له لوري خُنثي شوه.

د دوی په وینا که دا سرګلوله چاودلې وای د ګڼ شمېر خلکو وینې به یې تویې کړې وې ځکه چې د ښار په یوه داسې سیمه کې ځای پر ځای شوې وه چې بیروبار پکې ډېر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *