تاند- د پلازمېنې پولیس وايي، د کابل په وزیراباد سیمه کې د یکشنبې په ورځ د یوې بېوزلې کورنۍ ۵ ماشومان په خورا بې رحمۍ وژل شوي دي.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۴ او۱۶کلونوترمنځ دي.
پولیس وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ماشومان په تبره وژل شوي او بیا یې حسدونو ته اور ورته کړای شوی دی. تراوسه پورې د دې قتلونو علت او انګېزه نه ده څرګنده خو پولیس وايي چې دوه تنه یې په پېښې کې د لاس لرلو په شک نیولي دي.
د وژل شویو ماشومانو مور راضیه وايي، دا د پېښې په مهال کار ته تللې وه.
«ما له کوره دباندې د خلکو کالي مینځل.»
د ماشومانو پلار احمد بېګ وویل چې دی هم د پېښې په وخت دباندې و او په کار پسې ګرځېده.
ده وویل«که په رښتیا حکومت وي باید د دې قضیې په اړه څېړنه وکړي او معلومه کړي چې چا دا جنایت کړی دی.»
د ماشومانو خپلوان وايي، داسې ښکاري چې لومړی هغوی په تبر وژل شوي اوبیا اور وراچول شوی دی.
د دوی یوې خپلې بېنظیر د دې خبرې د دلیل په توګه وویل«که یوازې ماشومان ژوندي سوځول شوي وای؛ دومره وینه به نه وه پرته.»
پولیسو د پېښې په تړاو د مشکوکو نیول شویو د هویت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.