تاند- نامعلومو وسله والو تېره شپه د کابل ښار په جمال مېنه کې په یوه کور کې ۷ تنه ووژل.

د کابل پولیس تاییدوي چې حمله د شپې په شاوخوا ۲ بجې شوې او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي چې په وژل شویو کې دوه سړي، دوې ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.

د دې بې رحمانه وژنو علت او انګېزه تراوسه څرګنده نه ده.

په وروستیو کې ځینو کابل ښاریانو د جنايي پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

څو ورځې مخکې په نوي ښار کې یو سوداګر ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *