هغه غونډه،چې د کتاب ښار دمسوولينو لخوا په همدې اړوند د کتاب ښار د غونډو په تالار کې رابل شوې وه پکې لسګونو تنوځوانانو،مدني فعالينو،خبريالانو،اديبانو او يو شمېر مېرمنو هم ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې استاد نجيب منلی د ښه راغلاست وينا وا وروله او زياته يې کړه:(( موږ نور بايد د بابا د توري په تمه پاتې نه شو د بابا توره مو زنګ شوې ده.د هغه دې کور ودان وي، هغه پنځه زره کلن تاريخ موږ ته په درد نه خوړل کيږي يوازې د عبرت په توګه له تېر نه څه زده کوای شو بايد په دې وهڅيږو چې موږ څه کولای شو؟))

د ښاغلي منلی په خبره د غونډو د جوړيدو زيات ټينګار د ځوانو استعدادونو د هڅونې لپاره دی.

د استاد منلي په اند پيل يې له ذبيح الله احساس څخه دی او دا لړی به روانه وي.

د منلي په عقيده احساس په يوه داسې جغرافيه کې اوسي،چې موږ ورته د کار کولو تمه لرو.

1استاد محمد اصف صميم ذبيح الله احساس د ټولنې د يو واقعي خادم په توګه ياد کړ.

نوموړي وويل: هر هغه څوک چې د ژوند سره مينه لري هغه دې د قوم د ژوند لپاره مړ شي او احساس هغه څوک دی،چې د ژوند سره مينه لري که هغه مړ هم شي مړ نه دی.

نوموړي پر نورو ځوانانو هم غږ وکړ،چې د احساس غوندې د خپل ولس د فکري ودې لپاره راپورته شي او دوی په يوه سمه لار روان کړي.

د غوندې يو بل تن ويناوال ډاکتر خوشال روهي بيا خوښي وښوده،چې اوس مهال د مړو کادرونو پر ځای د ژونديو نمانځغونډې کيږي.

ښاغلي روهي زياته کړه:(( يو ځوان رهبر هغه وخت په خلکو کې نفوذ پيدا کوي،چې د خلکو د زړونو تل ته ور کوز شي او د دوی د ستونزو په حل کې ورسره شريک وي. ذبيح الله احساس هم هغه څوک دی چې د خپل احساس له مخې يې په مزار کې په ځانګړي ډول په ټول شمالي زون کې د پښتنو د حقونو،هغوی ته د مدنيت د فکر د لېږد ترڅنګ په ښوونخيو او پوهنتونو نو کې د مورنۍ ژبې د عامولو او د ملي هويت څخه په کلکه دفاع کړې ده.))

د ښاغلي رو هي د مالو ماتو له مخې ذبيح الله احساس هغه فکري سټه ده،چې د فرهنګ او ادب ترڅنګ يې د ژورنالېزم په برخه کې هم خورا زيات کار کړی دی،چې د پسرلي.پرخې او يو شمېر نورې چاپي خپرونې يې ښېې بېلګې دي.     د ده په قول په شمال کې کوم فرهنګي او ادبي خوځښتونه،چې نن سبا فعاليت کوي او تر شا يې ډېر شمېر ځوانان ولاړ دی د ده د هڅو او نوښتونو برکت دی.

د ودان افغانستان ګوند مشر محمد يار يار د ښاغلي ذبيح الله احساس د هغې فکري مبارزې او نوښت يادونه وکړه،چې په مزار کې يې د خوشال بابا په نوم يو عامه کتابتون د خپلو هيوادوالو د لوست لپاره برابر کړی دی.

نوموړي وويل:(( موږ بې کتابه خلک يو که کوم کتاب لرو هغه به داسې کتاب وي چې موږ ته نه عقل راښيي او نه منطق،نه مو د رڼا لورته بيا يي او نه مو د انسانيت چآپيريال ته. ذبيح الله احساس په دغه برخه کې ډېر ستر کار کړی دی او د ټولنې د يوه مسوول کس په توګه يې خپل مسووليت ادا کړی دی.))

په غونډه کې په وار سره له کوټې نه راغلی ليکوال صادق ژړک،ډاکتر فيض محمد ځلاند،نذير احمد نذير،ګل رحيم نيازمن،په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ او اباسين بريال د ذبيح الله احساس پر ادبي او مدني هڅو اوږدې خبرې وکړې.

د غونډې پرمهال د ذبيح الله احساس غزلونه د هيواد نوموتې سندرغاړې بريښنا امېل په خواږه غږ کې ديکلومه او ترنم شول،چې څو شيبې غونډې سندريز رنګ خپل کړ او د ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه شول.

د غونډې په پای کې ذبيح الله احساس خپلې خبرې وکړې او د مننې ترڅنګ يې پر نورو ځوانانو غږ وکړ،چې د خپل ولس د فکري ودې لپاره له هېڅ ډول قربانيو ځان ونه سپموي.

نوموړي،چې د خپل ولس د بې اتفاقۍ له تورې بلا نه سر ټکاوه وويل:(( زه دغې غونډې ته دومره خوښ نه يمه ،چې نن زما لپاره جوړه شوې ده بلکې زه هغه وخت خوښ ومه چې کله ما په لومړي ځل د شعر ليکلو تابيا ونيوه. بياهم د کتاب ښار له مسوولينو مننه چې زه يې و نازولم او نورو مسووليتونو ته يې ځيرکړم.))

نوموړي له ټولو سياسي مشرانو او د ګوندونو له استازو وغوښتل،چې د خپل ولس په يووالي کې سره يو شي او د يوه سياسي ګوند تر چتر لاندې د خپل ويجاړ وطن لوی افغانستان پر زخمي بدن پټۍ ولګوي.

ذبيح الله احساس د ډاکتر شیرمحمد زوی د بغلان د کيله ګي اوسيدونکی دوه دېرش کاله وړاندې دې نړۍ ته راغلی دی.

د انجينري په برخه کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او اوس مهال په بلخ کې د پژواک خبري اژانس سره د خبريال په توګه پر دنده بوخت دی.

پنځه کتابونه يې د شعر،نثر او ژباړې په برخه کې چاپ شوي او کابو لس کتابونه يې د چاپ انتظار باسي.

د غونډې په پای کې د کتاب ښار د مسوولينو لخوا لونګۍ هم ور په سر شوه او د پکتيا ميډيا سنټر د ادارې لخوا په ستاينليک هم ونازول شو.

فريد احمد تسکين ـ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *