ارشیف

تاند- داعش تروریستي ډلې د کابل د نن /سې شنبې/ د تروریستي برید مسوولیت ومانه.

لاهم د دې انتحاري حملې په نتیجه کې د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۴ تنه شهیدان شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. په نورو راپورونو کې د ۳، ۸، او ۱۳ تنو د وژل کېدو او تر ۲۱ پورې نورو د ژوبلېدو ادعاوې شوي دي.

لا هم د کابل د نن مازدیګر ۴ بجو د انتحاري حملې د تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند.

د کابل په انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي

ځینې روغتوني سرچینې وايي چې په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

د رویټرز خبري اژانس د تلویزیون خبریال وايي چې لږترلږه د 8 تنو مړي یې لیدلي دي. فرانس پریس خبري اژانس هم د ۸ تنو وژل کېدا تاییدوي.

تازه خبر وايي چې په چاودنه کې ۱۵ تنه ژوبل شوي دي.

د روغتون مسوولان وايي چې تراوسه په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ژوبل شوي دي. ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د درو تنو مړي روغتون ته رووړل شوي چې په هغو کې یوه ښځه ده.

امنیتي چارواکي وايي چې حمله د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده. چاودنه د مازدیګر په ۴ بجې وشوه.

امنیتي چارواکي وايي چې لومړني معلومات ښيي چې حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي«زموږ لومړني معلومات ښيي چې انتحاري حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و. د تلاشۍ له لومړۍ پوستې تېر شو خو په دوهمه کې ودورل شو او همالته یې ځان والوزاوه.»

تراوسه پورې تروریستي ډلو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې زوروره چاودنه وشوه

تاند- د کابل په دیپلوماتیکه سیمه (وزیراکبرخان مېنه) کې د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو.

راپورونه وايي چې په سیمه کې د خلکو د کورونو شیشې ماتې شوي خو تراوسه پورې د چاودنې علت، هدف او په وجه یې د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

چاودنه د وزیر اکبر خان مېنې په ۱۴ سړک کې شوې. د پېښې سیمې ته امبولانسونه رسېدلي دي.

امنیتي ځواکونه سیمه کلابنده کړې ده. تراوسه پورې امنیتي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

شاهدان وايي چې د چاودنې ځای دفاع وزارت ته نژدې دی.

ځینې راپورونه وايي چې چاودنه د استرالیا د سفارت ترڅنګ د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د کابل د دشت برچي پر امام زمان جومات د روانې میاشتې له خونړۍ حملې وروسته په کابل ښار کې چاودذنه نه وه شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *