د کابل د جنورۍ د ۱۴ حملې د ټپیانو خپلوان د ایمرجنسي روغتون مخته د انتظار سختې شېبې تېروي

تاند- د وروستي راپور له مخې، د کابل په ختیځ کې ګرین ویلیج ته څېرمه په موټربمي چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ تنه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې په ټپیانو کې لږترلږه ۲۳ ماشومان شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې د بلې احتمالي حملې د مخنیوي لپاره سیمې ته ځانګړي پولیس استول شوي دي.

د چاودنې له کبله د ګرین ویلیج او ګکرک ترمنځ دېوال نړېدلی دی.

د کابل په موټربمي چاودنه کې لږترلږه ۴ وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي

تاند- د کابل ښار په ختیځ کې د زرغون کلي (ګرین ویلیج) ترڅنګ د نن /دوشنبه/ ماښام په موټربمي برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.

په ګرین ویلیج کې، چې شاوخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، بهرنۍ موسسې،، کمپنۍ، خیریه ټولنې او د هغو د کارکوونکو لپاره رستورانونه، جیم (د لوبو ځای)او نورې اسانتیاوې شته.

روسي خبري اژانسونه، چې اوس حکومت یې اوس د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي، ادعا کړې چې چاودنه په ګرین ویلیج کې دننه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د پېښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

دانش وايي، په ټپیانو کې ۱۰ تنه ماشومان دي.

ټپیان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي.

ایمرجنسي روغتون وايي چې ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.

په لسګونو نور ټپیان وزیراکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

تراوسه پورې کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. کابو څلور کاله پخوا پر دې سیمه د برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

په کابل کې زوروه موټربمي چاودنه شوې

تاند- په پلازمېنه کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته نژدې په یوه زوروره موټربمي چاودنه کې د ماشومانو په شمول لسګونه تنه ژوبل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، چاودنه د کابل – جلال اباد په لویه لار کې په یوه داسې سیمه کې شوې چې امنیتي تدابیر پکې زیات دي او یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ او څو خیریه ټولنې پکې موقعیت لري.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش خبریالانو ته وویل چې د ماښام په ۷ بجې له چاودېدونکو موادو بار موټر د ګرین ویلیج (زرګون کلی) کمپ مخته وچاودېده.

دانش وايي، په دې چاودنه کې ۴۴ تنه ژوبل شوي او ۴ تنه نور وژل شوي دي او همداراز د پېښې د ځای په شاوخوا کې د خلکو کورونو ته سخت تاوان اوښتی دی.

د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، له موټربمي چاودنې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د مشکوکو حمله کوونکو د موندلو لپاره لټون روان دی.

یوې افغان امنیتي سرچینې بیا رویټرز خبري اژانس ته وویل«دا ډېره زوزوره موټربمي چاوده وه چې د زرغون کلي (د بهرنیو موسسو او کمپنیورستورانونو، جېم، او سپا، مېشت ځای) او کمرک ترمنځ دېوال یې ونړاوه. د چاودذنې په نتیجه کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او روغتون ته وړل شوي دي.»

څلور کاله پخوا هم پر ګرین ویلیج د طالبانو له لوري تروریستي برید شوی و.

د عامې روغتیا وزارت روغتونونو ته د ۴۰ ټپیانو د رسېدو خبر تاییدوي خو د چا د وژل کېدو په اړه څه نه وايي.

شاهدان وايي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر زیات وي.

روغتوني سرچینې وايي چې لږترلږه ۴۰ ټپیان وررسول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *