تاند – د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر جومات ته له ننوتلو څخه مخکې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

ویل کیږي چې ځانمرګي بریدګرغوښتل چې جومات ته ننوځي او د لمونځ کوونکیو په منځ کې ځان وچوي خو هلته موجودو افغان سرتېرو پرې وار مخکې کړ او ویې ویشت.‌

چارواکي وايي، دغه ځانمرګي بریدګرغوښتل چې د باګراميو اړوند د نعمان کلا په جامع جومات کې د خلکو په منځ کې خپلو ورسره بمونو او چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

ویل کیږي، چې په ډزو کې ځانمرګی چاودلی او يو ماشوم يې برسېرن ژوبل کړی دی.

د پوځي چارو تحلیلګران وایي، چې په پاکستان کې په موجودو مدرسو کې او ورسره په افغانستان کې په وروستیو کالونو کې جوړو شویو مدرسو کې د دیني علومو زده کوونکي له نورې ټولنې څخه د بېلتون په داسې روحیه روزل کیږي چې د مدرسو له محیط څخه بهر دنیا ورته کفر ښکاري.

که څه هم چې طالبان او د داعش پلویان د امارت او خلافت د راوستلو ادعا کوي، لاکن دغه دواړه ډلې چې ویل کیږي د سیمې د استخباراتي ادارو له خوا تمویلیږي د افغان مسلمانانو وژنه جهاد بولي او په بېلابېلو طریقو یې وژني.

One thought on “په کابل کې سرتېرو ځانمرګی بریدګرجومات ته له ننوتلو څخه مخکې وویشت”
  1. عنوانونه نومونه شعارونه … یې راته مهم نه دي. اعمال یې تول و ترازو کوم. دواړه، جنایتکارې تکفیري ډلې دي. دواړو د آی اس آی پخواني جاسوس تکفیري ترهګر غلام رسول سیاف له آیده لوژي یې الهام اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *