تاند- د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د کابل ګارنیزیون له شیعه ښاریانو غوښتي چې د امنیتي پېښو د مختنیوي لپاره د محرم مراسم په خپلو جوماتونو او تکیه خانو کې په ځای کړي.

د ۱۳۹۰ لمریز کال د کابل د عاشورا په مراسمو کې انتحاري برید لږترلږه ۸۰ تنه ووژل.

د حج او اوقافو وزارت او د ګارنیزیون په اعلامیه کې، چې نن /پنجشنبه/ خپره شوه، راغلي «د عاشورا د ورځې د لمانځلو او ویر مراسم دې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او دغه راز د امنیتي کمیسیون په همږغۍ په هغو سیمو کې اجرا شي چې شیعه وروڼه پکې اوسي.»

دوی له شیعه ګانو غوښتي چې د عاشورا په مناسبت په خپلو ویناوو کې، چې په جوماتونو یا تکیه خانو کې یې کوي او همداراز د رسنیو په خپرونو کې له اعتداله کار واخلي څو د دیني عالمانو ترمنځ د اختلافي او پاروونکو بحثونو سبب نه شي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې په چاړو او زنځیرونو د ځان وهل یا سینه زني، د ځان لوڅول، خلکو ته مزاحمت، پر دېوالونو او موټرونو د تورو بیرغونو لګول د حضرت امام حسین د مقام خلاف اعمال دي او باید ورڅخه ډډه وشي.

دې ته په پام چې اوس داعش یا اسلامي دولت په افغانستان کې فعال شوی دی، وېره ده چې دا ډله به د عاشورا په مراسمو کې پر شیعه ګانو یریدونه وکړي.

دې ډلې په کابل کې د روښنايي غورځنګ په مظاهره کې په انتحاري برید کې شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت او ګارنیزیون له شیعه ګانو غوښتي چې له لوډسپیکرونو هم کار وانخلي ځکه چې ناروغانو او کمزورو خلکو ته تکلیف پېښوي او د تعلیمي مرکزونو د تدریس خنډ کېږي.

د کابل شیعه ګانو ته دا هم ویل شوي چې تورې دروازې جوړې نه کړي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د دغو سپارښتنو د نه منونکو په وړاندې به څه اقدام وشي.

One thought on “په کابل کې شیعه ګانو ته وویل شول چې د عاشورا مراسم په خپلو تکیه خانو کې په ځای کړي”
  1. يو متل دئ وائي ( کنځ به هرڅه وائي خو که ملا شاه ګل ېې ومني ) پدې خلکو کې د ښمن دومره زيات سیاسي کار کړيدئ چې حد او اندازه نلري ، پدې لارښونو هغوی نه منعه کيږي ، ښه به داوي چې خپلوانو او دوستانو ته مشوره ورکړل شي چې پدې ورځ هغې خواته د تګ څخه ډډه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *