تاند- د بریتانیا  مشهور رسټورانټ مسټر کاډ MR COD په افغانستان کې خپله څانګه پرانیستله.

په افغانستان کې اکثره نړیوال رستورانونه د ناامنۍ له کبله خپلې څانګې نه پرانیزي.

مسټر کاډ رستوران د نړۍ په ۳۰ هیوادونو کې څانګې لري خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې فعالیت پيلوي.

په کابل کې د دغه رسټوران مسول بشیر حلیم وویل  چې په دې څانګه یې څلور لکه ډالره پانګونه کړې، تر۳۰ زیات کارکوونکي لري.

ښاغلی حلیم وایې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به په افغانستان کې د دغه رستورانټ نورې څانګې هم پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *