تاند- د کابل په زړه کې نن /سې شنبه/ د یوې موټربمي حملې په ترڅ کې لږترلږه ۵ تنه شهیدان شول.
د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد وویل، د دې برید هدف احتمالاً د کابلبانک څانګه وه.
د افغانستان په روغتیا وزارت کې د روغتونونو چارو مسوول محمد سلیم رسولي تایید کړه چې لږترلږه ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
تراوسه پورې د دولت کومې وسله والې ترهګرې ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو پر کابلبانک تر دې وړاندې په ځلونو د وسله والو طالبانو له لوري بریدونه شوي دي.