تاند – نن چارشنبه/د اکتوبر۱۱مه/ په پلازمېنه کابل کې د پښتونخوا وتلي لیکوال او ډرامه لیکونکي سعدالله جان برق ته د درناوي غونډه وشوه چې د نوموړي ګڼ شمېر مینه والو په کې برخه واخیسته.
دغه غونډه د دانش خپروندویې ټولنې له خوا رابلل شوې وه او نامتو انځورګرحمدالله ارباب په کې د ښاغلي برق او نورو مشرانو دېرش بېلابېل انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.
د پوهاند محمد اسماعیل یون، څېړندوی عبدالغفور لېوال، استاد عبدالمالک همت، اسدالله دانش، حمدالله ارباب او دلاور فیضان په شمول یو شمېر لیکوالو او پوهانو د پښتو ادب په برخه کې د ښاغلي برق کارونه وستایل او نوموړی یې د یوه ننګیالي پښتون په نامه یاد کړ.
په پای کې د غونډې برخه والو ښاغلي برق ته د درناوي پګړۍ ور په سر کړه.
سعدالله جان برق د ۱۹۴۰ کال د می په ۱۱مه د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په بهسود ډاګ کلي کې زېږېدلی دی. هغه د برېښنا، اناردانه، د کشمیرغازي، د پښتنو اصل نسل په شمول یو شمېر کتابونه او ګڼ شمېر ډرامې لیکلي چې د پېښور تلوېزیون او راډېو له لارې خپرې شوي دي.