په کابل کې د پاکستان سفارت

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نوي حکومت په اړه د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله او د پاکستان د سفارت مسشار یې د احتجاج لپاره احضار کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د قطر خبرو ته په اشارې ویلي«په افغانستان کې به یو ښه حکومت جوړ شي، داسې حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به کوي. جګړه به ورسره پای ته ورسېږي او سوله به ټینګه شي.»

عمران خان همداراز ویلي چې د سولې پروسه به د ثبات، سوداګرۍ او د سیمې د اقتصادي سوکالۍ او په ځانګړي ډول د دې سبب شي چې جنګ ځپلی افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت احمدي نن وویل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت مستشار یې د عمران خان پر څرګندونو د اعتراض لپاره احضار کړ.

احمدي وویل«موږ پاکستاني لوري ته خپل شدید اعتراض وکړ او ورته ومو ویل چې د افغانستان حکومت دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې ښکاره ثبوت ګڼو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *