عکس: ابراهیم ناصر

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د ترهګرو ډله ییز برید روان دی

تاند- راپورونه وايي چې له یوې انتحاري چاودنې وروسته وسله والو ترهګرو د کابل په لوېدیځ کې پر امریکايي پوهنتون برید کړی دی.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې په سیمه کې ډزې تبادله کېږي.

 د پېښې عکس
د پېښې عکس/ سي این این

تراوسه پوري کومې ډلې د برید مسوولیت منلی نه دی خو دا ډول بریدونه عموماً وسله وال طالبان کوي.

د پېښې ځیني شاهدان وايي چې د حملې اصلي هدف امریکايي پوهنتون دی.

پولیس هم وايي چې پر امریکايي پوهنتون برید شوی، محصلان او استادان هڅه کوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

دا برید وروسته له دې کېږي چې د روان اګست په لومړۍ اوونۍ (اګست۸) د دغه پوهنتون دوه استادان نامعلومو وسله والو تښتول او لا هم خوشي شوي نه دي.

د کابل امریکايي پوهنتون یوه غیرانتقاعي موسسه ده چې ۱۷۰۰ محصلان او محصلینې په کې لوړې زده کړې کوي.

د پېښې شېبه په شېبه حال:

د پېښې ځای ته د ایمرجنسي روغتون امبولاسنونه ورسېدل.

د پېښې ځای ته امبولانسونه روان دي او ټپیان د کابل تیمرجنسي روغتون ته وړي.

په پوهنتون کې موجودو محصلانو تایید کړه چې څو تنه ترهګر پوهنتون ته ورننوتي او د پوهنتون په انګړ کې نښته روانه ده.

د اسوشیتید پریس خبریال مسعود حسیني هم له ګڼو نورو محصلانو سره په پوهنتون کې بند پاتې دی.

یوه محصل وویل چې لږ ترلږه یو انتحاري ترهګر پوهنتون ته ورننوتی دی.

یو افغان خبریال بلال سروري وايي چې د دې برید په نتیجه کې یو شمېر محصلان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

ډزې لا روانې دي.

د پېښې یو ټپي په امبولانس کې روغتون ته وړل کېږي
د پېښې یو ټپي په امبولانس کې روغتون ته وړل کېږي- عکس : اې پي

د وسله والو انتحاریانو مقابلې ته خاص افغان ځواکونه لېږل شوي.

لاس انجلس ټایمز ته یوه محصل وویل چې ځیني محصلان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي خو ډېر نور توانېدلي چې ځانونه وژغوري. دغه محصل چې په خپله بند پاتې دی، د مرستې غوښتنه کوله.

سي یي ایس وايي چې په بند پاتې شویو استادانو کې امریکايي پروفیسران هم شامل دي.

د دې شبکې په وینا لا هم په پوهنتون کې په سلګونو محصلان ایسار دي.

عکس: اسوشیتید پریس
عکس: اسوشیتید پریس

د کورنیو چارو وزارت او کابل پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حملې اصلي هدف امریکايي پوهنتون دی.

د نیویارک ټایمز یوه خبریال وویل، لومړی په یوه نژدې ښوونځي کې د بم چاودنه وشوه. ویل شوي چې دا بم په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

د پوهنتون له منځه محصلان وايي چې د حمله کوونکو دقیق شمېر ورته نه معلومېږي خو داسي ښکاري چې څو تنه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې پولیس او خاص ځواکونه د پوهنتون انګړ ته ننوتي او دوی باور لري چې په پوهنتون کې یوازې یو ترهګر موجود دی.

خو د احمد شهیر په نوم یوه محصل رویټرز ته وویل چې په ټولګي کې له ګڼو نورو محصلانو سره بند پاتې دی، د ډزو اوازونه اوري.

ځیني شاهدان وايي چې څو چاودنې شوي خو پاک تریبیون (پاکستاني) ورځپاڼه وايي چې یوه چاودنه شوې. د دې ورځپاڼې پر اساس برید په ۷ بجې پیل شو او څو تنه حمله کوونکي پوهنتون ته ننوتل.

پاک تریبیون وايي، استادانو په ټولګیو کې محصلانو ته تدریس کاوه چې ډزې بیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل له حملې وروسته خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې په سیمه کې تګ راتګ ونه کړي.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون رييس مارک انګلیش اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې لا هم د ترهګرو برید دوام لري، امنیتي ځواکونه یې د ځپلو هڅه کوي خو «موږ هڅه کوو چې ځان ته وضعیت معلوم کړو.»

شاهدان وايي چې له چاودنو وروسته یې د اتومات وسلو ږغونه واورېدل.

د کابل ایمرجنسي روغتون وايي، تراوسه پوري د پېښې له ځایه ۵ ټپیان وروړل شوي دي.

د شهاب په نوم یوه افغان محصل، چې پوهنتونه په تېښته بریالی شویو این بي سي نیوز تلویزیون ته وویل لږترلږه ۵ تنه یې په وړاندې ټپیان شول. د ده په وینا په ټپي شویو محصلانو کې ۲ نجونې وې.

امنیتي ځواکونه د پوهنتون برېښنا قطع کړې. ویل کېږي چې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ محصلان له پوهنتونه په وتلو بریالي شوي دي خو په سلګونو نور بند پاتې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته افغان چارواکو ویلي چې تراوسه پوري ۱ تن وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون رييس محمد سلیم رسولي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې یو محصل وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.

تازه راپورونه وايي چې طالبانو لومړی د نابینایانو پر ښوونځي برید کړی، چې د افغان امریکايي پوهنتون ترڅنګ دی او له دغه ښوونځي افغان امریکايي پوهنتون ته ننوتي دي.

One thought on “پر افغان امریکايي پوهنتون په حمله کې لږترلږه یو محصل وژل شوی ۱۴ ژوبل دي”
  1. لعنت دې وي د پوهې په دښمنانو. اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *