په کابل کې نن ماښام د وزيراکبرخان مېنې پر څوارلسم سړک پر هغه رستورانټ حمله وشوه، چې بهرنيان هم ورته راځي.
چارواکي وايي يوه ځان وژونکي رستورانټ ته نژدې ځان وژونکى بريد وکړ، تر چاودنې وروسته د نيم ساعت لپاره له سيمې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
ځينو چارواکو په پېښه کې د دوو کسانو ټپي کېدل تاييد کړي دي، خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي وايي چې ښايي د ټپيانو شمېر تر دې لا زيات وي.
وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند وايي په دې بريد کې يې بهرنيان په نښه کړي دي.
رسټورانت د لبنانیانو دی او د اروپایې ټلویزونونو په قول ۴ خارجیان پکې وژل سوي دي