تاند- په کابل کې یو بهرنی تبعه د یوه ناپېژندوی کس له لوري په قاچو ووهل شو.

راپورونه وايي چې پېښه نن سهار هوايي ډګر ته نژدې د دواړو خواوو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وشوه.

بهرنی، چې ملیت او هویت یې تراوسه څرګند نه دي، روغتون ته وړل شوی دی.

که څه هم تردې دمه د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه روښان تصویر نشته خو ګومان کېږي چې د مرګ له خطر سره مخامخ نه وي.

یوې امنیتي سرچینې وویل چې دا پېښه د هوايي ډګر په اړونده ساحه کې شوې خو نور معلومات نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *