د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په تایمني واټ کې د نن ورځې په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په حمله کې یوولس تنه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې دا برید انتحاري نه و بلکې بمي برید و.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې انتحاري برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی نجیب دانش وايي چې په دې برید کې ملکي مامورین په نخښه شوي دي.

ویل شوي چې میني بس د روښان مخابراتي شرکت دی.

په کابل کې پر یوه میني بس انتحاري حمله وشوه

تاند- د کابل په تایمني واټ کې په کابل کې د پر له پسې تروریستي بریدونو په دوام کې نن یوه انتحاري حمله کوونکي پر یوه میني بس حمله وکړه.

امنیتي چارواکو په پلازمېنه کابل کې چاودنه تایید کړې خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې دا برید پر چا شوی دی.

ویل شوي چې حمله کوونکی پلی و. لومړني راپورونه وايي چې په دې پېښه کې یو تن شهید شوی او ۶ نور ژوبل شوي دي.

د پېښې نور جزییات څرګند نه دي.

ځیني راپورونه وايي چې دا برید د موبایل ټېلفون د روښان شبکې پر مامورینو شوی دی خو دې شبکې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که دا خبره تایید شي دا به لومړی ځل وي چې د یوه مخابراتي شرکت کارکوونکي په نخښه کېږي. تر دې پخوا په پلازمېنه کې د مخابراتي شرکتونو پر کارکوونکو برید نه و شوی.

د دولت وسله والو مخالفانو هم تر دې دمه د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *