تاند – په کابل کې په ځوان مدني فعال میرویس عمرخېل باندې وسله وال برید شوی او ټپي شوی دی.
ښاغلی عمرخېل د ایمرجنسي روغتون ته رسول شوی او ویل کیږي چې تر درملنې لاندې دی.
دا معلومه نه ده چې په نوموړي باندې چا حمله کړې ده.
ویل کیږي چې میرویس عمرخېل یو زړور ځوان فعال دی چې په بېلابېلو وختونو کې یې د ملي ارزښتونو په پلوۍ دریځ غوره کړی دی. خبري سرچینې وایي چې، تېر کال هغه وخت چې د جمعیت اصلاح د ډلې یوه جیګپوړي غړي مولانا عبدالصبور غازي امان الله خان ته کنځلې وکړې ښاغلي عمرخېل یې پر ضد لوی څارنوالۍ ته مراجعه وکړه.
دلته ستر ګور او د احساس خا وندان د ژوند کولو حق نه لري، دا د ټوپکمارو او جلا دا نو ټولنه ده ، زه هیله کوم د خلقو ذهنییتو نه بل پلو مه اړوۍ، زه د جمعیت اصلاح غړۍ نه یم او خوا خوږي هم ور سره نه لرم ، خو دا کار به داسې چا کړۍ وي چې هم د عمر خیل او هم د جمعیت اصلاح د نظر یا تو مخا لف وي،دلته د ملي ارزښتو نو د خوندي سا تلو پلو یان وژل او رټل کیږي، ځکه دلته اوس ستمیت راج چلوي
دا ډیر یو زړه ور او پياوړی ځوان دی دعا ورته کوم چی الله دی ورته صحت په نصیب کړی
الله دی ميرویس عمرخیل ته ژر ښه صحت ورکړی , وحشیان خو دهوښیارانو طاقت نلری ځکه ترور کوی دی غلو او دی تروریستانو زمونږ دهیواد ټول خلک برمته کړی. نوټولو روشنفکرانو او دموکرتو قوتونوته پکار ده چی دظالمانو په مقابل کی سره یو سی بله لاره نسته