تاند- د ولسی جرګې د انتخاباتو په لړ کې نن /شنبه/ په پلازمېنه کابل کې په لسګونه تنه شهیدان یا ټپیان شوي دي.
فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د کابل په یوه سیمه کې د وسله والو طالبانو په بمي برید کې لږترلږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
ډېر رای ورکوونکي په دې په غوسه ول چې د رای ورکولو بهیر د تحنیکي ستونزو له کبله ځنډنی و او دوی یې مجبورول چې په ساعتونو په اوږدو کتارونو کې ودرېږي او د سر خطر په غاړه واخلي.
ایمرجنسي روغتون وايي چې د یوه وژل شوي ماشوم ترڅنګ لږترلږه ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.
افغان چارواکي تایید وي چې په پلازمېنه کابل کې یو شمېر چاودنې شوي دي خو دوی د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
پژواک خبري اژانس وايي چې نن /شنبه/ لږترلږه ۴۴ تنه وژل شوي او ۲۳۸ نور ژوبل شوي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ټول افغانستان کې په ۱۹۲ پېښو کې ۳۶ تنه رای ورکوونکي او امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي. دا وزارت همداراز تاییدوي چې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي دي.
تر ټولو ډېر کسان د کابل په اوولسمه حوزه کې شهیدان شوي دي. د دې سیمې په حضرت علي جومات کې یوې انتحاري حملې ۱۵ تنه شهیدان او ۲۰ نور ژوبل کړل.
د کابل ښار په خواجه بوغرا (بغرا) سیمه کې یوې چاودنې ۲ تنه شهیدان او ۸ نور ژوبل کړل.
د فرانس پریس خبریال یو شمېر رای اچوونکي لیدلي چې د کابل ښار په شمال کې له یوې چاودنې وروسته تښتي.
شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې یو شمېر رای ورکوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم چاودنې شوي او یا وسله والو طالبانو پر رای مرکزونو او شاوخوا استوګنو سیمو یې د هاوانونو او راکټونو ګولۍ ویشتي دي.
په ګڼو کلیوالي سیمو کې طالبانو خلک نه پرېښودل چې له کورونو ووځي او رایې واچوي.
په ولایتونو کې د نن ورځې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر تراوسه پورې څرګند نه دی.