افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ملیاردونو ډالرو مرستو له راماتېدو سره ځینې افغانان ډېر شتمن شوي دي.
د دغو شتمنو افغانانو په منځ کې یو هم د یوه تعمیراتي شرکت مشر دی چې محمد شفیق نومېږي.
شفیق، چې د طالبانو د رژیم په وړاندې د مقاومت کوونکو په لیکه کې جنګېده، اوس زمری ساتي.
شفیق په دغه زمري د میاشتې زر ډالره لګوي او تراوسه پوري یې شل زره ډالر پرې مصرف کړي دي.
دوه څلوېښت کلن محمد شفیق په دې ډېر ویاړي چې زمری ساتي. نوموړي، چې د کابل په مرکزي برخه کې په یوه لوکس کور کې اوسي، د زمري چیچی د حپل کور په تخت بام ساتلی.
شفیق وايي، یوه ملګري ورته وویل چې په کندهار کې یو څوک زمری لري او غواړي چې هغه خرڅ کړي.
شفیق فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، ملګری مې پوهېده چې زما سپي، مرغان او نور حیوانات خوښ دي خو زمری مې تر توقع لوړ و.
ده زیاته کړه: «زمری مې په تلویزیون او ژوبڼ کې لیدلی و، خو هیڅکله له دومره نژدې نه و لیدلی.
هماغه و چې په تلوار مې ملګري ته مې وویل:« زه یې اخلم. ما ته زمري زړه ور ښکاري ځکه یې خوښوم. کله چې پوی شوم چې په بیه یې رانیولای شم، سخت هیجاني شوم.»
شفیق همداراز وویل چې زمری یې تړلی نه دی او نه غړوندی لري، ډېر وخت پر تخت بام تېروي، اکثره وخت په یوه کونج کې پروت وي خو هر ماښام د خوراک لپاره راکښته کېږي.
شفیق وايی، پر زمري د میاشتې زر ډالره مصرفوي، د هغه لپاره یې پالونکی نیولی چې تازه غوښه ورته له بازاره واخلي او د دې تر څنګ د زمري د روغتیا لپاره له ویترنر سره قرارداد لري چې په منظم ډول یې معاینه کړي.2
په تېرو دوولس کلونو کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په لسګونو ملیارد ډالره راغلل. دې پیسو ځیني افغانان، په تېره بیا د شمال ټلوالې غړي، خورا شتمن کړل چي ځیني یې د خپلو پیسو په ښکارولو فخر کوي.
ځیني شتمن شوي کسان د لوکسو کورونو په جوړولو او ځیني په قیمتي موټرونو کې په ګرځېدلو خپلې شتمني ښيي.
خو شفیق یوازینی شتمن دی چې زمری یې ساتلی چې تراوسه بل چا په افغانستان کې دا کار نه و کړی.
شفیق وايي چې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو پوري د هغوی په وړاندې د مقاومت جنګیالی و خو د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته یې پیسې پیدا کړې تعمیراتي شرکت یې جوړ کړ. ده د دې شرکت له لارې د امریکا د سفارت په شمول ډېرو مهمو موسسو ته تعمیراتي کارونه کړي دي.
دی وايي چې زمری یې په دوه میاشتنۍ کې اخیستی و او اوس شپږمیاشتنی دی.
دی وايي، له کندهاره تر کابل پوري د زمري د لارې د کرایې په شمول یې پر هغه تراوسه پوري شل زره ډالر لګولي دي.
ده په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې څرنګه یې دا زمری په دې اوږده لار، چې ۴۸۰ کیلومتره ده او عموماً وسله وال طالبان پرې حملې کوي، تر کابله ورساوه.
د فرانس پریس خبریال وايي، کله چې د دغه زمري د عکس اخیستلو لپاره د شفیق کور ته ورغی، زمری ورته غوسه او نارام ښکارېده خو شفیق ورته وویل چې یوه بل لوی کور ته یې انتقالوي چې ازاد پکې وګرځېدای شي.
ده په عین حال کې ومنله چې ممکن زیات وخت یې ونه ساتلی شي او ممکن د کابل ژوبڼ ته یې ورکړي.

11 thoughts on “په کابل کې یوه شتمن شوي افغان زمری ساتلی”
  1. وروره دا اولنی کس نه دی په افغانستان کی چی زمری ساتی . په کندهار هشمت کرزی دا ۵ کاله کیژی چی زمریان ساتی تعداد یی ۲ دانی دی چی په جلا سرای کی اوسیژی .

  2. هلته وایي چې له کندهاره یې راوړی او هتله وایی چې تر اوسه افغانانو دا کار نه و کړی
    کندهار خو هم د افغانستان خاوره ده
    هلته له کومه شو

  3. 1000 dollar a month is enough to feed at least 5 poor afghan fathers who have nothing to feed their families.
    Hope he does help poor in Afghanistan also.

  4. هم شعر به این منظور نگهداری کرده اند که از نوشیدن خون افغان خود شان خو سیر نشدند حالا نوبت

  5. ده دی نه به خه وی چی به دغو پیسو دی یو څو غریبانو ته ده کور خرځ ورکولی نو دا چا خه به پی شوی وی

  6. سلام !ولا که حقیقت ته راسو نه اژانس باخبر دی او نه یی ساعت تیریزی او نه د شفیق عجیبه ده چه ما د لس هاو کسانو سره جوړه جوړه زمریان لیدلی دی او هیڅ عجیبه هم نده دوی دومره قیصه ځینی جوړه کړه د افغانستان په نورو مسایلو کی فکر وکړی نه په دی بی ځایه افسانو کی نه زمری دمیاشتی شل زره مصرفوی نه یی شفیق په مصرفوی دا هسی قیصی دی

  7. داسي شكاري جي د مقالي ليكونكي روجي رااخستي دي
    وايي جي د كندهاره يي راوستي اوبيا وايي جي أفغانستان كي بل جا زمري ندي ساتلي
    خو به هر صورت
    حرامي بيسي به حرامي لير مصرفيزي
    دا دومره ناداره خلك دغه خر نه وي بخبل خوا شا كي جي دومره بيسي به زمري مصرف كوي

  8. یاره زړه می نه غواړی چی په دی مسله کی څه ولیکم خو دجمشید خبره او همداسی دټولوورونو خبری تایدکوم ددی سری مرګ به له همدی زمری نه وی انشاالله که دالله رضاوه خکه چی ده به ډیر بیګناه کسان دهغه وزی (مسعود په امر وژلی وی نو انشا الله ددی مرګ ته به الله همدغه زمری ساتلی وی چی هم په زروګونو دالر چی دشرکت تر نامه لاندی یی په مرده ګاوی پیداکړی وی مصرف کړی او هم یی بیا وخوری انشا الله دا به کیژی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *