تاند- د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن /چهارشنبه/ دوو چاودنو لږترلږه ۳ تنه ټپیان کړي دي.
تراوسه پورې د دې چاودنو د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نشته. شاهدانو او چارواکو ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.
دې چاودنو، چې د ښار په زړه کې وشوې، له دې کبله هم ډېر ښاریان وارخطا کړل چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ښار په لوېدیځ کې د تذکرو د وېش او نوملیکنې په یوه مرکز کې انتحاري برید ۶۹ تنه ووژل او تر ۱۲۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
د کابل ښار په مرکزي برخه کې د عبدالرحمن جامع جومات ترڅنګ د نن ورځې د چادونې په اړه ځینو امنیتي چارواکو ویلي چې دا برید د لاسي بم د غورځولو په نتیجه کې شوی.
دوی وايي چې حمله کوونکي غوښتل چې د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته بم وغورځوي.
د شاهدانو په وینا حمله کوونکی پلی و او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې ځان پټ کړ.
د روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته درې ټپیان وروړل شوي دي.
دا وزارت همداراز وايي چې دا کسان د دوو مقناطیسي بمونو د چاودنې په وجه ژوبل شوي دي.
ځینو پولیسو خبریالانو ته ویلي چې دا کسان د ګاز د ډبې د چاودنې له کبله ټپیان شوي دي.
دا پېښه په داسې ورځ وشوه چې وسله والو طالبانو د خندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.
که څه هم طالبانو هیڅکله بریدونه نه دي درولي خو دا ډله عموماً د نویو عملیاتو له اعلانولو سره څو پر له پسې خونړۍ حملې کوي.