ژباړه: ساحل منګل
د کار او کسب کارپوهان دې پايلې ته رسېدلي، چې دکار په وخت کې موسيقي اورېدل د دې لامل کيږي تر څوستاسې د خلاقيت کچه لوړه او له نورو کارمندانو سره په برخورد کې ښه والی راشي.
هر کار ځای له ځانه سره ښې او بدې نقطې لري. په ځينې ځايونو کې د کار فضا ښه او صميمي وي، چې د دې لامل کيږي چې ګډه همکاري زياته شي او کارونه ښه پرمخ لاړ شي، مګر ځينې کمزوري ټکي هم شته، چې د کارکوونکو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کوي لکه، کمزوزې اړيکې، ناهمغږي او ځينې نور.
په دا ډول شرايطو کې، کولای شئ هډفون غوږ ته واچوئ او موسيقي ته غوږ ونيسئ تر څو وکولای شئ په خپل کار باندې تمرکز وکړئ. البته په ځينې کارونو کې د موسيقي اورېدل شايد مناسب نه وي خو په دې اړه کارپوهان وايي چې شرايطو او کار ته په کتو بايد موسيقي واورئ.
د کسب او کار کارپوهان په دې عقيده دي چې د هر کار سرته رسول وخت او ځای ته اړتيالري او د موسيقي اورېدل هم له دې موضوع څخه بهر نده. کارپوهان وايي دکار په وخت کې د موسيقي اوريدلو ته مناسب وخت غوره کړی، چې ددې لامل کيږي نه یوازې ستاسې خلاقیت پورته کړي بلکې کولای شئ په خپل کار باندې ښه تمرکز هم وکړئ.
کله چې په داسې چاپيريال کې ياست، چې ډېر سخت وي، ستاسومغز زيات اطلاعات ستاسو له شاوخوا څخه پيدا کوي. په دې وخت کې، بهترين کار دادی، چې هډفون په غوږ کې کېږدئ او موسيقي ته غوږ ونيسئ. په داسې حالت کې ښه موسيقي داده چې نرمه وي او زياتې غمجنې سندرې نه وي پکې.
دتکراري دندو په ترسره کولو کې موسيقي واورئ
ځينې وخت داسې پېښيږي، چې مونږ مجبور يو کارونه په پرلپسې ډول ترسره کړو. دبېلګې په ډول، يو کنفرانس جوړيږي ستاسو دنده دا وي، چې د ګډونوالو نومونه په کارتونو باندې وليکئ په داسې ډول کارونو کې تاسو کولای شئ له موسيقي ګټه واخلئ. د موسيقي اورېدل ددې لامل کيږي، چې په مغز کې سروټين او نوراپي نفرين په کار واچوئ او په پايله کې دستاسو دکار او دقت کچه لوړه کړي.
د خپلې خوښې موسيقي واورئ
دا په ياد ولرئ، چې ستاسو مغز شايد داسې نوې دندې ترسره کړي چې تر اوسه پورې له هغې څخه اطلاع ونلري. د خپلې خوښې وړ هغې موسيقي ته غوږ نيول چې په وار وار سره مو هغه اوريدلې وې د دې لامل کيږي چې زيات تمرکز وکړئ، ځکه چې مغز په هغه څه باندې ډير نه وي مصروف له کومو سره چې پخوا بلد وي.
کوښښ بايد وشي داسې موسيقي چې غمجنه وي او يا هم داسې سندرې چې منفي انرژي درکوي لرې واوسئ، ځکه په دې کار سره ستاسو د مثبت فکر او کار انګيزه کميږي.
NEGATIVE MUSIQ IS BAD FOR ANY KIND ACTIVITY,
NEGATIVE MUSIQ IS BAD FOR HEALTH/NEGATIVE MUSIQ INCREASE
STRESS/ANXIETY AND FINALLY MADE MORE HEALTH.
TRY TO LISTEN TO POSITIVE MUSIQ/
IF POITER TRY TO MAKE A POSITIVE POEM TO BE EFFECTIVE
ON MORAL OF SOULDER/BUILD THE COUNTRY/STOP CORRUPTION /
AND MORE POSITIVE RULL IN SOCIETY,
THANK YOU