تاند- په کاناډا کې یو شمېر افغان فرهنګپالو د افغانستان د فولکوري ادبیاتو د معرفۍ په یوه پروګرام کې پښتو لنډۍ او دري دوبیتۍ وویلې.

په کاناډا کې مېشت فعال افغان ژورنالیست برښنا نظري وايي چې دا پروګرام د انټاریو ایالت په ټورنټو پوهنتون کې د انټاریو او لندن پوهنتون د استادانو په ګډون جوړ شو.

په دې محفل کې، چې د مسساګا ښار د تورنټو پوهنتون په ستر تالار کې جوړ شوی و، فرشته باستان، دیانا الکوزي، یلدا سرور او عارف اوریا پښتو او دري فولکوري شعرونه وویل.

دوی د غونډې برخوالو ته د افغانستان د فولکوري شعرونو په اړه په انګلیسي ژبه توضیحات هم وړاندې کړل.

پښتو لنډۍ او دري دوبیتۍ زموږ د ټاټوبي د ادبیاتو مهمه شتمني ګڼل کېږي. په دواړو کې د ولس ژور عواطف، احساسات او دردونه بیان شوي او نسل په نسل یو بل ته لېږدول شوي دي. هماغسې چې د لنډۍ ویونکي نا معلوم دي د اکثرو دوبیتو ویونکي هم څرګند نه دي.

دا هم د دې غونډې ویډیو:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *