تاند- په کاناډا کې له پټلۍ څخه د یوه بې چلوونکي ټانکر اورګاډي له وتلو او په لاک میګانتیک ښارګي کې له ودانیو سره له ټکرېدو وروسته لږترلږه اتیا تنه بې درکه دي.

راپورونه وايي چې، په دې پېښه کې چې پرون، په ختیځ کیوبک ایالت کې وشوه، اورګاډي اور اخیستی او په لسګونو کورونه یې نړولي دي.

په دې اورګاډي پوري تر اویا زیاتې ډبې تړل شوې وې. په ډبو کې تېل بار ول.

پولیس په اور کې، چې تر بېګا ناوخته پوري لا بل و، د دوو تنو وژل کېدا تاییدوي خو وېره ده چې اکثره بې درکه شوي کسان به وژل شوي وي.

پولیس وايي چې تراوسه پوري په دې نه پوهېږي چې اورګاډی له لوړ ځایه څرنګه د ښارګي لور ته منحرف شو.

د دې پېښې يه علت دوه زره تنه مجبوره شوي چې له خپلو کورونو نورو سیمو ته ولېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *