تاند – د کاناډا په کویبیک ایالت کې د مسلمانانو په یوه جومات وسله وال ترهګریز برید کې ۶ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې حلقه کړې ده. چارواکي وایي چې ۲ مشکوک کسان یې د پېښې په تړاو نیولي دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډیو او د کویبیک ایالت لومړي وزیر کویلارډ دواړو دغه پېښه ترهګري بللې ده. ټروډیو ویلي، «مونږ د عبادت او پناه پرځای دغه ترهګریزه حمله په سختو ټکو غندو. دا زړه بوږنوونکې ده چې دغه ډول بې احساسه تاوتریخوالی وینو. تنوع زمونږ قوت دی او مذهبي زغم هغه څه دی چې مونږ کاناډایان ورته احترام لرو.»
ای بي سي تلوېزیون وایي چې دغلته د روژې په میاشت کې هم د ناوړه پېښې هڅه شوې وه، دغه تلوېزیون وایي چې وسله والو د جومات په دروازه کې یو د خوګ سر هم پرېښی دی. مسلمانان د خوګ له غوښې سره جوړ نه دي.

د کویبیک ایالت د پولیسو ویاندې کریسټین کولمب اسوسیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې مړه شوي کسان د ۳۵ او ۷۰ کالونو تر منځ عمرونه لري. ویل کیږي چې په جومات کې له ۵۰ نه ډېرو کسانو د ماخستن لمونځ کاوه چې ډزې پرې وشوې.
د کویبیک ایالت لومړي وزیر فلیپ کویلارډ ویلي دي چې په پېښه کې د ایالت مسلمانه ټولنه په نښه شوې ده او ټول ایالت پرې دردېدلی دی. هغه ویلي چې د دوشنبې په ورځ به له مسلمانانو سره د پیوستون په پار په ټول ایالت کې لاریونونه وشي.
د کویبیک ښاروال ریګیس لبیوم چې ویل کیږي په پېښه سخت خفه وو ویلي، «هیڅوک باید د هغه د نژاد، رنګ، جنسیت، او دین په اساس له ژوند نه محروم نه کړای شي.»
د کویبیک د اسلامي کلتوري مرکز ریییس محمد یانګوي ویلي، ډزې د جومات د سړیو په څانګه کې وشوې. هغه وویل چې هغه له پېښې نه څو دقیقې مخکې له جومات نه وتلی وو خو د پېښې په هکله یې له خلکو نه واورېدل. محمد وویل چې په دې پېښه کې یې یو دوست او همکار چې په حکومت کې یې د آی ټي په برخه کې کار کاوه هم ووژل شو، درې لوڼې او ښځه یې ترې پاتې شول.
مسلمانان له خپلی لمنی و سوځیدل