خالدتکل –

په افغانستان کې هر کال د کانکور پایله له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ کېږي، چې ګڼو خلکو په ځانګړې ډول د کانکور ګنډونوالو ته دا پایله قانع کوونکې او یا هم د قناعت وړ نه وي او دوی ادعا کوي، چې د کانکور په ازموینه کې حق حقدار ته نه رسېږي او دا پایله راڼه نه ده.

څو ورځې له مخه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د (۱۳۹۳) کال د کانکور پایله اعلان کړه. په دې کانکور کې دوه لکه او شپږ څلوېښت زره کسان د کانکور ازموینې په شرایطو برابر وو. خو په کانکور کې ۲۱۹ زره کسانو ګډون کړی و چې ۵۴۰۰۰ تنو ترې لوړو زده کړو ته لار وموندله.

د دې تر څنګ نیمه لوړو زده کړو ته شپږ دیرش زره اووه سوه او پنځوس تنه او خصوصي لوړو زده کړو موسساتو ته اووه ویشت زره څلور سوه او دوه ویشت کسان بریالي شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ویلي، د سږکال په کانکور ازموینه کې په ټولیز ډول شاوخوا یو لک کسان ناکام شوي دي.

د افغانستان د پوهنیزو سکتورنو ډېر تمرکز په تېرو کلونو کې او اوسمهال هم په دې دی، چې یوازې پر کمیت غور وشي او خلک ښوونځیو او پوهنتونو ته را جذب او را مات کړي، خو یوازې د کمیت مسئله د ټولنې د درد دوا کېدای شي؟

په افغانستان کې ګڼ ښوونځي اوس هم ښوونکي نه لري او د ښوونکو د نشتوالي ستونزه پر ځای پاتې ده، خو که ښوونکي غېر مسلکي او د ښوونې او روزنې په ځانګړو روشونو او لارو پوه نه وي، نو په ښوونځیو کې يې تر شتون نه شتون غوره دی او دا د راتلونکي نسل په ګټه خبره ده.

د ستونزو راکمول او په پای کې يې له منځه وړل لومړیتوب دی، نه دا چې په ستونزو پسې ستونزې وزېږي.

په ښوونځیو او پوهنتونو کې پخواني درسي مواد، د غېر مسلکي ښوونکو شتون، په پوهنتونو کې په شرايطو د نابرابرو (د ماسترۍ او دوکتورا د سندونو نه لرل) استادانو ګومارل، د استادانو په ګومارلو کې د وړتیا پر ځای شخصي اړیکو ته ترجیع ورکول، د زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال نه شتون او په ذهني لحاظ زده کړې ته د محصلینو نه برابرول هغه ستونزې دي، چې د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونو کې يې د زده کړې کیفیت ته ستر زیان رسولی دی.

له پوهنتونو نوي فارغ شوي ځوانان، چې د دندې په موندلو پسې لالهنده ګرځي، نېواکه يې دا وي، چې په دولتي او خصوصي ادارو کې څوک په دې پلمه کار نه ورکوي، چې دوی نوي فارغ شوي دي او کاري تجربه نه لري. دولت که له یوه خوا د بشري قوې د روزنې په مرکزونو کې کاري ظرفیتونه روزي، نو له بلخوا يې دا هم مسوولیت دی، چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

په پرمختللو هېوادونو کې د دولتي سکتور تر څنګ خصوصي سکتور دومره غوړېدلی، چې د هېوادنو د نفوس ډېره برخه په خصوصي سکتور کې پکار بوخت دي.

خو په افغانستان کې چې خصوصي سکتور د ودې په پړاو کې دی، د دولت لخوا په رزول شویو کاري ظرفیتونو دا نیوکه کوي، چې دوی هغه ډول کار چې پکار ده په خصوصي برخه کې يې وکړي، پر هغو شرایطو نه دي برابر او له نوې ټکنالوژۍ او نویو کشفایاتو او نوښتونو بې خبره پاتې شوې دي.

د افغانستان په پوهنیز نظام کې یوازې دولتي پوهنتونه او ښوونځي ګرم نه دي، چې د کیفیت د لوړولو لپاره لاس پکار شوي نه دي، بلکې په پوهنیزه برخه کې چې کوم خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي فعالیت کوي، د دوی له فعالیته خلک خوښ نه دي او وايي چې تر ډېره شخصي پوهنتونونه او ښوونځي د ښوداګرۍ لپاره پرانېستل شوي دي.

د دې ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو دا انتقاد هم کېږي، چې دوی یو واحد تعلیمي نصاب نه تعقیبوي او اکثره استادان یې هم اکاډیمیک نه دي.

د لوړو زده کړو وزارت په ویبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د شپږ ویشتو دولتي پوهنتونونو ترڅنګ اته دېرش خصوصي ادارې هم فعالیت کوي، چې په کې شاوخوا اتیا زره محصلان پر زده کړو بوخت دي.

خو د لوړو زده کړو وزارت په تېرو کلونو کې د شخصي پوهنتونونو لپاره نه یوازې یو واحد تعلیمي نصاب نه دی ترتیب کړی، بلکې د دوی تدریسي چارې يې هم په منظمه توګه نه دي څارلي.

څه موده مخکې په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د طب د پوهنځي یوې محصلې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د طب محصلین د نظري زده کړې پرځای عملي زده کړې ته ډېره اړتیا لري، خو د دوی په پوهنتون کې مجهز لابراتورا نشته چې هلته خپلې تجربې وکړي او هغه څه چې لولي يې په عمل کې يې هم تجربه کړي.

د سوداګرۍ په موخه په پرانېستل شویو پوهنتونو او ښوونځیو کې د دیپلومونو او شهادتنامو پېرل هم کومه نوې خبره نه ده.

د لوړو زده کړو وزارت پخوانیو او اوسنیو مسوولینو د زده کړو د کیفیت د ښه کولو ډېرې خبرې کړي، خو دا خبرې یوازې د نظر تر داېرې محدودې پاتې شوې دي او د عمل لپاره يې شوې هڅې له پیله په نشت حساب وې او دي.

د افغانستان د نوي حکومت رهبر هم د خپل کار د پیل په لومړیو ورځو کې خلکو ته ژمنه ورکړه چې د زده کړو د کیفیت د ښه کولو لپاره به طرحې جوړې کړي او د زده کړو پر وړاندې شته ستونزې به هوارې کړي.

د تېر کال (۱۳۹۳) په تله میاشت کې ولسمشر اشرف غني د ښوونکي د ورځې په پلمه په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه او وویل، په هېواد كې به د ښوونكو د ستونزو د حل لپاره يو كمېسيون جوړ كړي، چې په بېلابېلو برخو كې به كار وكړي. نوموړي وویل د کمېسیون له غړو به رپوټونه غواړي او كه چېرې رپوټونه ستونزه ولري، د كمېسيون غړى به له دندې ګوښه كړي.

په دې غونډّه کې ولسمشر دا هم وویل، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به د افغان حكومت تمركز په ښوونځيو او تعليمي مركزونو كې د كيفيت پر لوړولو وي.

هغه زیاته کړه: « مونږ په تېرو ۱۳ کلونو کې د زده کوونکو کمیت ډېر کړی او د پام وړ دی، خو له دې وروسته یې باید د زده کړو کیفیت او څرنګوالي ته توجه وشي».

نو د لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده، چې پخپل ستراتیژیک پلان کې د نوېو پوهنتونونو جوړول نه، بلکې شته پوهنتونونو ته وده ورکړي او د هغې په کیفیت کار وکړي.

خو د نوي حکومت له جوړېدو کابو اووه میاشتې تېرېږي، مګر دا حکومت تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی، چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته وزیران وټاکي. که واقعاً نوی حکومت له زړه د اصلاحاتو او بدلونونو راوستو هوډ لري، نو پکار ده چې د نظر او عمل تر منځه فاصله راکمه او د وخت ارزښت په پام کې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *